معنوي:د امنيتي اندېښنو سره سره به ټاکني پر خپل وخت تر سره سي
۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبهد افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمدي معنوي تيره ورځ ماسپښين په هرات کي يوې خبري غونډه ته وويل:
« دهيچا له سترګوپه ځانګړي ډول در سنيوله ستر ګوپټ نسي پاته کيدای چي د ټاکنوپه وړاندي امنيت يوله لويوتهديدونوڅخه دی»
د هغه په خبر ه چي په ځينو ولاياتوکي په ريښتياسره امنيتي وضعيت د انديښنې وړدی.خوله نيکه مرغه چه موږڅلورمياشتي وړاندي دهيواد د امنيتي ځواکونوسره دغه ستونزه شريکه کړه او د ټاکنو د اجرا لپاره يي دپوره امنيت دټينګښت ډاډ راکړي دي.
د هرات د والي احمديوسف نوريستاني په خبره که څه هم چي په ولايت کي امنيت تر ډيره ځايه د ډاډ وړ دی ولي بيا هم ۱۰ټاکنيزه مرکزونه ترامنتي تهديدلاندي دي:
د والي په ویناد هرات ولايت د ۴۶۶ د رايي ورکولو د مرکزونه څخه يې ۱۰سايتونه ددښمن د حملو تر تهديدلاندي پيژندل سوي دي. په نوروکي امنتي ستونزه نسته.
په هرات کي د۲۰تنو مېرمنوپه شمول ۱۵۱تنو ولسي جرگې ته ځانونه نومولي چي ددې ډلي څخه به د بري په صورت کي۱۷تنه دافغانستان پارلمان ته لاره ومومي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: زيارمل