«معلوماتو ته په لاسرسي قانون کي دي بدلون راسي»
۱۳۹۳ آبان ۱, پنجشنبهد افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سیداکرم افضلي نن چهارشنبې (۲۰۱۴م کال د اکتوبر۲۲مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل چي د قانون په طرح کې ځیني ناڅرګند اصطلاحات ښايي راتلونکې ناسم پوهاوی رامنځ ته کړي.
دغه راز، معلوماتو ته د لاسرسي حقونو د څار کمېسیون نه خپلواکي او د دغه کمېسیون د واکونو ناڅرګندتیا هم هغه څه دي چې په یاد قانون کې جدي اصلاح ته اړتیا لري.
د ښاغلي افضلي په وینا د دغه قانون پر طرح باید تر توشیح وړاندي بیا کتنه وشي: «زموږ اندېښنه دا ده چې په قانون کې ځیني موارد ضعیف دي، لکه اطلاعاتو د لاسرسي حق او د دغه قانون د تطبیق برخه کې هم مشکلات شته، موږ ددې غوښتونکي یو چې باید د ولسمشر تر توشیح وړاندي بیا پارلمان ته واستول شي او د بدلونونه راوړل پکې لازم دي.»
دا څرګندوني داسي مهال کیږي چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ اداري یا نی د ملي یوالي له حکومت غوښتنه کړې ده چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون باید ژر تر ژره توشیح کړي.
په همدې ادارې پوري اړوند د رسنیو د څار مشر صدیق الله توحیدي ویلي دي چي معلوماتو ته د لاسرسي قانون طرح توشیح له خبریالانو سره مرسته کوي چې ډېر معلومات ترلاسه کړي.
په همدې توګه یاد قانون د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي په کمښت کې هم اغېزمن تمامېدای شي.
خو هاخوا یو شمېر افغان خبریالان هم وایې چې د دغه قانون ځیني برخې ګونکي دي چې باید اصلاحات پکښې راشي.
معلوماتو ته د لاسرسي قانون طرح په ۶ څپرکیو او ۳۲ مادو کې رسنېزو بنسټونه جوړه کړې ده چې د افغانستان پارلمان تصویب کړې، خو ولسمشر تر اوسه توشیح کړې نه ده.