1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: احتجاج کوونکو مظاهرو ته دوام ورکړی دی

۱۳۸۹ بهمن ۱۶, شنبه

که له يوې خوا امريکا او اروپايي ټولنې د مبارک په وړاندي په خپلو لهجو کي توندوالی راوستلی دی نو له بلې خوا احتجاج کوونکو د گرځبنديز برسېره د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی.

https://p.dw.com/p/QyS0
مظاهره کوونکو د جمعې په ورځ خپل راتلونکی بری ولمانځهانځور: picture alliance/dpa

د مصر ولسمشر حسن مبارک تر اوسه پوري د مصر د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست دی. دا پداسي حال کي ده چي پروند هغه ضرب الجل پای ته ورسېدی چي مظاهره کوونکو نوموړي ته د جمعې تر ورځي پوري ايښی ؤ.

په هيواد کي د حزب اختلاف گوندونو او مظاهره کوونکو د جمعې تر ورځي پوري ولسمشر ته وخت ورکړی ؤ چي هغه د ولسمشرۍ چوکۍ خوشي کړي که نه نو مظاهر کوونکي به د ولسمشرۍ په ماڼۍ ورننوځي. د جمعې په ورځ په ټول مصر کي په سلگونو زرو انسانانو خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی په کومو کښي چي هغوی د ولسمشر د استعفی غوښتنه کوله. د دې برسېره چي په قاهره کي د شپې لخوا گرځبنديز لگېدلی ؤ يو شمېر احتجاج کوونکو شپه د ښار په مېنځ کي په تحرير ډگر نومي ځای کي تېره کړه.

د جمعې په ورځ تر زياتي کچې مظاهرې سوليزه تر سره سوې خو د شپې لخوا د ډزو د ږغونو راپورونه ورکول سوي دي. په عيني حال کي د مصر يو شمېر مهمه شخصياتو د يوه جرگه جوړه کړېده کومې چي اوس د ولسمشر مبارک څخه غوښتي چي واک و منځمهاله ادارې ته وسپاري. خو لومړي وزير احمدشفيق د جرگې دغه غوښتنه رد کړې ده. مبارک د پنجشنبې په ورځ ويلي وه چي د استعفی سم وخت لا تر اوسه ندی رارسېدلی.

له بلې خوا د امريکا متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې هم د مبارک په وړاندي په خپلو لهجو کي توندوالی راوستلی دی. په مستقيمه توگه د مبارک څخه د استعفی غوښتنه نده سوې خو په هيواد کي د بدلون د رامنځ ته کېدو غوښتنه پداسي حال کي کيږي چي امريکا په مصر کي د راتلونکي بدلون په هکله بېلابيلي منظرې څېړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په مصر کي د احتجاجونو د روانې لړۍ په ترځ کي ويلي دي چي دی په مصر کي په چټکۍ سره د واک د انتقال په هيله دی. اوباما وويل چي د ولسمشر اوباما سره په ټليفون کي يې د هغه څخه غوښتنه وکړه چي د خپل ولس پر غوښتنه غوږ ونيسي. اوباما زياته کړه چي دی هيله لري چي حسن مبارک به سمه پرېکړه وکړي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون بيا په مصر کي د آزادو او شفافو ټاکنو غوښتنه کړېده. د بان په وينا د يوه مؤثره حکومت لپاره شفافه ټاکنې ډيري مهمي دي.

د اروپايي هيوادونو د دولتونو مشرانو په يوه گډه اعلاميه کي په مصر کي د نوي حکومت لپاره د لاره هوارولو غوښتنه کړېده. په پام کي نيول سوې چي د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسؤله کاترين اشټون به ډېر ژر و سيمي ته سفر وکړي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستروېله په مصر کي د واک د ژر انتقال هيله څرگنده کړېده. خو نوموړي په مصر کي د اسلامپالو د اثر د زياتېدو څخه خبرداری هم ورکړی دی. د المان په ميونخ يا مونشن ښار کي د نړۍ وال امنيتي کانفرانس د پېل تر څنگ ويستر وېله وويل چي د المان حکومت په مصر کي د ډيموکراسۍ غوښتونکی دی. نوموړي زياته کړه چي په مصر کي بايد اسلامپاله او توندلارو ته واک په لاس کي ونه لويږي.

د المان د دفاعي چارو وزير کار تيوډور څو گُټنبېرگ د دې څخه خبرداری وکړی چي ناټو بايد داسي احساس رامنځ ته نه کړي چي ناټو د ډيموکراټ ټاکل سوي حکومت په وړاندي په د زورواکۍ ملاتړ کوي. د ميونشن نړۍ وال امنيتي کانفرانس به تر يکشنبې پوري دوام وکړي او پکښي د پنځوسو هيوادونو 350 لوړپوړي سياستوال به گډون ولري.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکی: محمدقاسم نوري