مشرف اضطيراري حالت به ليري سي.
۱۳۸۶ آذر ۹, جمعهاعلان
مشرف خپلو هيوادوالو ته په يوې تلويزيوني وينا کي ډاډ ورکړی، چي اساسي قانون به هم بيرته نافذکيږي.
مشرف د نومبر پر دريمه ، د اسلامي تندلارو څخه د خطر په پلمه په پاکستان کي بېړنی حالت رامنځ ته کړی. ده د ټولو ګوندونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د راتلونکي کال د جنورۍ د مياشتي پر اتمه نېټه دي په پارلماني انتخاباتو کي برخه واخلي. دده مخالفو مشرانو بېنظير بوټو او نواز شريف، د بيړني حالت په موجوديت کي د ټاکنو سره پرېکون يا د برخي نه اخيستو ګواښ کړی وو.