1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: په افغانستان کي د مصنوعي ضرب الاجل مخالف يو

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو مصنوعي ضرب الاجل يو نا مناسب کار بللی دئ.

https://p.dw.com/p/14eTq
انځور: dapd

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال الکساندر گروشکو په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي، چي د ددې کار عملي کول کومه نتيجه نه ورکوي:

«تر ټولو مهمه د افغان حکومت وړتيا، د امنیتي ځواکونو پياوړي کول، سوله اوثبات، د ترويريستانو د پلانونو مخنيوی، او د مخدره موادو له منځه وړل دي.»

هغه زياته کړې ده، چي له دې پرته د ناټو تړون په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړي په چوکاټ کي ماموريت پيل کړی دئ، او بايد دغه سازمان ته راپور ورکړي.

دغه روسي ډيپلومات زياته کړې ده، چي اوس د افغانستان وضعيت ډير«د انديښنې وړ دئ.»

الکساندر گروشکو زياته کړه چي په افغانستان کي ورځ تر بلي د تروريستانو فعاليتونو ډيريږي او د مخدره موادو کښت او قاچاق وده کوي:

«دا يو واقعيت دئ، چي په دغه هيواد کي د نشه يي موادو د کاروباريانو شمېر ډيريږي، د افغان پوليسو په مرگ ژوبله کي ډيروالی راځي او د عادي افغانانو ژوند سختيږي. ددغه هيواد په ډيرو سيمو کي وضعيت ښه نه دئ.»

دا په داسي حال کي ده، چي تيره ورځ يکشنبې د(۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۵) د کابل په گډون د افغانستان په درو نورو ولايتونو لوگر، ننگرهار او پکتيا کي پر يوه وخت داسي پلان سوي بريدونه تر سره سول، چي په تيره لسيزه کي يې ساری نه و ليدل سوی.

په کابل کي يوې وسله والي ډلي د افغانستان د پارلمان پر ودانۍ چي د روسيې سفارت ته څيرمه پرته ده له غرمې وروسته ډزي پيل کړې او ۱۸ ساعته ئې دوام وکړ.

دغه راز ددغه ښار د وزير اکبرخان مېني په ديپلوماتيکه سيمه کي هم يوه وسله واله ډله په دې توانېدلي وه چي يوه هوټل ته ننوزي او له هغه ځايه پر نزدې سفارتونو او ناټو پر مرکز باندي په ډزو پيل وکړ، چي د دوشنبې تر سهار وختي پوري ئې دوام وکړ.

ناټو په پلان کي لري، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري خپل ټول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

په افغانستان کي وروستيو پيښو ته په کتو سره، چي وسله والو طالبانو خپل بريدونو ته زور ورکړی دئ، له ډيرو کارپوهانو سره دا پوښتني را پيدا سيو، چي ايا افغان امنيتي ځواک به وکولای سي، چي په يوازي سر امنیتي مسئوليت پرغاړه واخلي؟

د سياسي چارو افغان کارپوه عبدالباري عارض له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په مرکه وويل، چي افغان امنيتي ځواک ددې توان نه لري، چي امنيت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.

«د کابل وروستيو پيښو دا وښووله، چي افغان امنتي ځواک ددې وړتيا نه لري، چي امنیتي مسئوليت ته دي يوازي اوږه ورکړي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش