1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل د اسلام په هکله له خپل دریځه دفاع کوي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۱۱, شنبه

د آلمان صدراعظمې له هغه یو دریځ څخه دفاع وکړه چې وایی:«اسلام هم آلمان پورې اړه لري.» له دې جملې سره انگلا مرکل د خپل گوند په دننه کې له یو لړ نیوکو سره مخامخه شوې ده، خو هغه له خپل دې یادونې څخه لا تراوسه دفاع کوي.

https://p.dw.com/p/1ETux
د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل دصدرات په یوه غونده
د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل دصدرات په یوه غوندهانځور: Reuters/S. Loos

د آلمان صدر اعظمې انگلا مرکل د اسلام په هکله د خپلې یوې څرگندونې په هکله ټینگار وکړ او هغه یې پر ځای وگڼله. د آلمان د «هامبورگر ابند بلات» او د «ولت» ورځپاڼو ته په مرکو کې مرکل وویل چې په آلمان کې څلور ملیون مسلمانان ژوند کوي، په ښونځیو کې د اسلام تدریس کیږي، په یو شمیر پوهنتونو کې د اسلامي الهیاتو د زدکړو څانگي شته او په المان د «اسلام کنفرانس» په نامه د دولت له خوا جوړه شوې ټولنه وجود لري. مرکل یادونه وکړه: « نو په دی وجه په دی منځ کې دا اوس یو واقعیت دی چی اسلام آلمان پورې هم اړه لري.»

دغه جمله اصلا له دی مخکې د آلمان یو پخواني ولسمشر کریستیان وولف په خپله یوه وینا کې یاده کړې وه. صدراعظمې مرکل د جنوري په نیمايی کې دغه جمله د وولف له خولې په برلین کې د آلمان د مسلمانانو د مرکزي شورا په بلنه یوې سترې جوړې شوې اجتماع ته په خپلې وینا کې تکرار کړه. دغه اجتماع په فرانسه کې د «شارلی ابدو د طنز د مجلې پر دفترونو د ترهرگرو د یوې حملې د غندنې لپاره جوړه شوی وه او هدف دا ؤ تر څو ښکاره کړی چې دا ډول وحشیانه حملې مسلمانان غندي او د هغوی له دینی عقیدی سره هیڅ ډول تړواو نه لري.

د مرکل پر دغې یادونې باندی د هغې د مسیحی دیموکرات د گوند ملگري، ستانیسلاف تیلیچ چې د «ساکسن» د ایالت لومړی وزیر دی ، نیوکه وکړه. هغه وویل چې مسلمانان دې آلمان ته هرکله راشی! او کولای شی خپل دیني عقاید ولمانځي. خو د ساکسن د ایالت لومړي وزیر وویل:«دا د دی معنی نه لري چې مسلمانان زاکسن پورې اړه لري.»

د یو اسلامي گوند لپاره اړتیا نه شته

مرکل وویل چې د مسیحی دیموکرات د اتحاد (CDU) په ډول آلمان کې یوه «اسلامي گوند» ته هیڅ ډول اړتیا نه لیدله کیږي. د مسیحی دیموکرات مشرې یادونه وکړه چې CDU او CSU (مسیحي سوسیال اتحاد) هم مذهبي گوندونه نه دي. هغې وویل: «تر زیاتې کچې زمونږ ارزښتونه د خلکو د مسیحي تفاهم څخه سرچینه اخلي، هغه یو تفاهم چې هر شخص ته بلنه ورکوي.» مرکل وویل: « د هرچا په وړاندې زمونږ غیږ پرانیستی ده: که هغه مسلمانان دي او یا نور خلک چې په کوم دین عقیده لري او یا یی نه لري، مهمه دا چې هغوی زمونږ له ارزښتونو او هدفونو سره موافق وي.»

انگلا مرکل چې خپله د مسیحی پروتستانت په دین اعتقاد لري وویل چې سیکولاریزم په آلمان کې د مسیحی اعتقاد نفوذ یی شاته تمبولی دي. هغې سپارښتنه وکړه چې: «مسیحیان باید خپله د مسیحیت په ارزښتونو خبری وکړې او د خپل دین پیژندگلوي ژوره کړي.» هغې یادونه وکړه: « په عین وخت کې د مختلفوادیانو ترمنځ باید د دیالوگ لمن پراخه کړای شي.»

په آلمان کې څه ناڅه څلور ملیون مسلمانان ژوند کوي چې په دی جمله کې ۹۸ سلنه یی په لویدیځو ایالاتونو کې میشت دي. حال دا چې د زاکسن په ایالت کې یواځې۰،۷ سلنه ژوند کوي.