1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د نړۍ له تر ټولو ستر بشري ناورين سره مخ دی»

۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبه

د ژغورنې د نړيوالې کميټې په نوملړ کې افغانستان له تر ټولو شديدو بحرانونو سره د مخامخ هيوادونو په سر کې راغلی. دې سازمان د نړيوال سيسټم له ناکامۍ څخه خبره کړې چې په اصل کې بايد سوله، سوکالي او د قانون حاکميت تضمين کړي.

https://p.dw.com/p/44Hyo
Afghanistan - Armutsituation
انځور: picture alliance/AA

د نجات يا ژغورنې د نړيوالې کميټې په نوم مرستندويه ټولنې (آی آر سي) د چهار شنبې په ورځ په برلين کې د «د ۲۰۲۲م کال د بيړنيو څارنو د نوملړ»  په خپرولو سره ويلي دي چې افغانستان به په راتلونکي کال کې احتمالاً له سر تا سري بې وزلۍ سره مخامخ شي.

د دې ټولنې په حواله دمګړۍ په دغه هيواد کې د خوراکي توکو او درملو بیې د لوړيدو په حال کې دي او ډېر افغانان د پېسو له نه شتون سره لاس او ګريوان دي. د دې مرستندويه ټولنې مشر ديود ميليبند په ټوله نړۍ کې مرستو ته د اړو کسانو د ټکان ورکوونکي شمير څخه خبره وکړه.

په بحرانونو کې د ښکيلو هيوادونو په دې کلني نوملړ کې تر افغانستان وروسته دويم ځای ايتوپيا خپل کړی او تر دې وروسته یمن، نايجیريا او جنوبي سوډان دي.

په دې ليست کې چې «آی آر سي» خپور کړی دی ميانمار، سوريه او هايتي هم د هغو هيوادونو په توګه ياد شوي چې له سخت بشري بحران سره مخامخ دي. د دې رپوټ پر اساس په ټوله کې نوي سلنه هغه کسان چې بشري مرستو ته اړتيا لري، په دې ليست کې په شامل کړل شويو ۲۰ هيوادونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو په حواله په راتلونکي ميلادي کال کې به په مجموعي توګه ۲۷۴ میليونه کسان بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا ولري. په ۲۰۲۱م کال کې دا شمير ۲۳۵ ميليونه وو.

ميليبند وايي چې په نړۍ کې پر بشري مرستو د تکيه کوونکو کچه د «نړيوال سيسټم د ناکامۍ ښکارندوي کوي چې سوله، سوکالي او د قانون حاکميت بايد تضمين کړي.»

»آی آر سي» جګړې او شخړې په نړۍ کې د بشري بيړنۍ وضعيت عوامل په ګوته کړل. دې سازمان په تېر کال کې د سولې د ۲۱ توافقنامو د رامنځته کيدو څخه خبره وکړه او زياته یې کړه چې دا د سړې جګړې له پای راهيسې تر ټولو ټيټه شمیره ده او د سولې له پاره د ارادې د نه شتون ښکارندوي کوي.

افغانستان: ملګري ملتونه د يوه «چټک بحران» څخه خبرداری ورکوي

په رپوټ کې په عين حال کې د دريمګړي اړخ تر مداخلې وروسته د شخړو د شديدو خبره شوې ده او زياته شوې ده چې د سولې پروسې له خنډونو سره مخ شوي او بشري او مالي مرستو ته لاس رسی محدود شوی دی.

ياد سازمان د مثال په توګه د يمن يادونه کړې ده چې خلک یې د کورنۍ جګړې له لاسه کړيږي. د دغه هيواد اقتصادي سیسټم ګډوډ شوی او د عامې روغتيا سيسټم یې د سقوط په درشل کې دی.

په همدې ترتیب په ايتوپيا کې په سونو زره کسان د اقليمي بحرانونو او دوامدارو شخړو له کبله د لوږې او قحطۍ تر بريده رسیدلي دي.

ميليبند وويل: «دا شميرې (د اړو کسانو په اړه) ډېرې شرموونکي دي ځکه هیڅکله د خلکو د تغذیې او ملاتړ دومره ډېرې نړيوالې سرچینې موجودې نه وې. دوامدار بحرانونه په يوه نوي عادي وضعيت بدل شوي دي.«

دې سازمان د ۶۶ شاخصونو پر اساس د هيوادونو وضعيت ارزولی دی او په دې نوملړ کې یې درجه بندي کړي. د «آی آر سي» ټولنه د دې نوملړ د چمتو کولو له پاره د خپلو کارکوونکو او همدا راز د رضاکارانو پر رپوټونو تکيه کوي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)