1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

مدیترانې سمندرگي کې ښایي ۲۵۰ مهاجر غرق شوي وي

۱۳۹۶ فروردین ۴, جمعه

د لېبیا ساحل ته څیرمه د مهاجرو دوې کښتۍ اوښتي دي. مرستندویه کارکوونکو د کښتیو تر څنگ د پنځو کسانو جسدونه موندلي دي. داسې گمان کیږي چې ډیری کسانو چې اروپا ته په تیښته ول، خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

https://p.dw.com/p/2Zrqv
Bootsflüchtlinge im Mittelmeer
انځور: Reuters/D.Z. Lupi

د هسپانوي مرستندویه سازمان (Pro-Activa Open Arms) یوې ویاندې ویلي دي چې د لیبیا ساحل په ۲۵ کیلومترۍ کې دوې ربړي کښتۍ موندل شوي دي. د هغې په خبره د دوی سازمان اټکل کوي چې په دغو کښتیو کې له افریقایي هیوادونو سره تړاو درلودونکي شا او خوا ۲۵۰ مهاجر سپاره ول چې غرق شوي دي.

د دغه سازمان ویاندې لاورا لانوڅا، ویلي دي: «موږ داسې باور نه کوو، چې د دې پرته دې بل وضاحت وشي چې دغه ربړي کښتۍ له انسانانو ډکې وې.»

زیاته شوې ده چې زیاتره وخت په دغه ډول کښتیو کې له ۱۲۰ څخه تر ۱۴۰ پورې مهاجر انتقالول کیږي.

ځوان افریقایان
د لومړنیو رپوټونو له مخې په سمندرگي کې ډوب شوي کسان افریقایان دي چې د موندل شوو پنځو تنو جسدونو عمرونه له ۱۶ کلنو څخه تر ۲۴ کلنو پورې اټکلیږي. ویل شوي دي چې د دغو کسانو له مړینه ۲۴ ساعته تیریدل.
د تیرې یکشنبې له ورځې راهیسې مرستندویه کسانو تر پنځه زره زیات کسان ژغورلي دي چې له افریقا څخه د اروپا پر لور په سمندرگي کې په خطرناک سفر وو. د روان میلادي کال د پېل راهیسې په دې ډول ۲۱۰۰۰ انسانان ایټالیې ته رسیدلي دي.
هسپانوي مرستندویه سازمان اټکل کوي چې اوسمهال د خراب موسم سربیره هم خلک دغه خطرناک سفر ته له دې کبله زړه کوي، څو په لیبیا کې د ژوندانه له خرابو شرایطو څخه راووځي. پر دې سربیره د مهاجرو تر منځ دا انديښنه هم شته، چې د مدیتراني سمندرگي دغه لاره ښایي وتړل شي.