مخ پرودې هېوادونه: د تدريسي اوروغتيايي پرسونل لږوالی
۱۳۸۶ فروردین ۳۰, پنجشنبهد مسلکي اوفني پرسونل د دايمي لږوالي له کبله، اتياميليونه ماشومان ښوونځي ته نشي تللای او د ميليونونوناروغه انسانانوروغتيايي پالنه امکان نلري. د فني اومسلکي پرسونل د د غې خلا د له مېنځه وړلو لپاره، باېد هرکال د څه کم څوارلس ميليارده امريکايي ډالروپه کچه، پانگه اچونه وشي.
د اوکسفام دغه څېړنه چې » د معاشونولپاره پېسې « نومېږي، د ٢٠٠٧ ميلادي کال په پسرلي کې، د نړيوال بانک او د کرنسۍ د نړيوال وجهي صندوق د گډې غونډې له کبله، په واشنگټن کې وړاندې شوېده.
اوږد مهال ملاتړته اړتيا
د اکسفام د آلمان د څانگې د پرمختيا د برخې مشاور راينهارد » هېرمله « په کلکه وايي:» د ښوونکواوطبي فني پرسونل د معاشونوپه برخه کې باېد ډېرژرلاډېره پانگه اچونه وشي. د دې لپاره چې بېوزلي هېوادونه خپل د زده کړې اوطبي سيستمونواصلاحات په بريالۍ توگه پېل کړای شي، د صنعتي هېوادونواوږد مهال او د ډاډ وړملاتړته اړتيالري. «