1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

محکمه: ‌د داعش د جنګیالیو د غړو ماشومان دې آلمان ته راوړل شي

۱۳۹۸ تیر ۲۱, جمعه

په برلین کې یوې محکمې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې په سوریه کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې دې د داعش ډلې د یوه جنګیالي درې آلماني ماشومان او د دوی مور وموندي او بیرته یې آلمان ته راولي.

https://p.dw.com/p/3LzHH
Syrien Flüchtlingslager al-Haul
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې دوی په برلین کې د اداري محکمې د هغې پریکړې په هکله «تحقیق» کوي چې له مخې د آلمان د شمالي ایالت زاکسن اوسیدونکي د داعش ډلې د یوه جنګیالي میرمن او د هغې د درې ماشومانو د موندلو او آلمان ته بیرته راوستلو امر شوی دی. دوی اوسمهال د سوریې په یوه مهاجر کمپ کې ژوند کوي.

آلماني رسنیو رپوټ ورکړی چې له دې قضیې سره دا لومړی ځل دی چې د دې هیواد یوه محکمه خپل بهرني سیاسي ماموریت ته د هغو اتباعو د کورنیو له پاره د مرستې غوښتنه کوي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملاتړ په موخه یې آلمان ترک کړی وو.

د «ان. ډي. آر» او «وي. ډي.آر» او همدا راز د «زود دویچه څایتونګ» په نامه له یوې ورځپاڼې څخه جوړ د رسنیو آلمانۍ ډلې تر دې وړاندې رپوټ ورکړی وو چې د بهرنیو چارو وزارت دا خپله دنده نه ګڼله چې دغه مور دې د سوریې او عراق پولې ته څیرمه د سوریې په خاوره کې د «الهول» د مهاجرینو له کمپ څخه بیرته آلمان ته راوړي.

Deutschland Stuttgart Prozess gegen mutmaßliche IS-Rückkehrerin
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

په برلین کې یادې محکمې پریکړه کړې چې درې واړه ماشومان چې عمرونه یې ۲، ۷ او ۸ کلونه ښول شوي، په یاد کمپ کې د «خطرناک» وضعیت له کبله د آلمان د سیاسي نمایندنګۍ د حفاظت وړ دي. د سره صلیب نړیوال سازمان د دغه کمپ وضعیت د ډیر ویروونکی بللی وو.

د آلماني رسنیو د یاد ګروپ په حواله، په سوریه کې د نوموړي مهاجر کمپ د زرګونو اوسیدونکوو په ډله کې د داعش ډلې لسګونه آلماني جنګیالي، د دوی میرمنې او د دوی سلګونه ماشومان هم ژوند کوي.

د خپلو اتباعو نه ملاتړ؟

ډیرک شونین، په هنوور کې میشت د هغو کسانو مدافع وکیل دی چې غواړي خپلوان یې بیرته آلمان ته راوړل شو. هغه وویل چې د محکمې یادې پریکړې وښوده چې د بهرنیو چارو وزارت نه شي کولی د هغو اغیزمنو کسانو له پاره د کونسلي محافظت ممانعت وکړي چې دوی ورسره مخالفت لري.

شونین د «ان. ډي. آر» او «وي. ډي. آر» څخه جوړ د رسنیو ډلې ته وویل: «دا یوه اساسي پریکړه ده چې پکې د [آلمان] د بهرنیو چارو فدرال وزارت ته په ښکاره توګه وښول شوه چې یو څوک سیاسي او قانوني مسوولیت له پامه نه شي غورځولی.»

Australien Prozess gegen Fatima Elomar in Sydney
انځور: picture-alliance/dpa/L. Farrow

د حیات آلمان په نامه د یوه مرکز چې د هغو کورنیو ملاتړ کوي چې غواړي بیرته آلمان ته راشي، د مشورو د ورکړې مشرې کلاودیا ډانچکه، وویل: «بالاخره اوس موږ د آلمان له یوې محکمې څخه داسې پریکړه لرو چې له مخې د آلمان فدرال حکومت اړ دي نه یوازې ماشومان بلکې د دوی مور ګانې هم آلمان ته راولي.»

بل لوري ته بیا د «اې.آر.ډي» په نامه آلماني رسنۍ رپوټ ورکړی چې کردي چارواکو آلمان ته له مور پرته د داعش ډلې د جنګیالیو د ماشومانو له استولو ډډه کړې ده.

د روان کال په مې میاشت کې وروسته له هغې چې د کردي ځواکونو په مشري قواوو د اسلامي دولت یا داعش ډلې وروستي سنګرونه ونیول، د سوریې په الهول کمپ کې شاوخوا ۷۶ زره بې ځایه شویو ژوند کاوه. د سره صلیب نړیوال سازمان بیا وايي چې درې میاشتې وړاندې بیا په دې کمپ کې یوازې ۱۰ زره کسان میشت وو. په عین وخت کې د فرانسې خبري آژانس په تیره جون میاشت کې رپوټ خپور کړ چې د الهول د کمپ په یوه بله برخه کې د داعش ډلې شاوخوا ۱۲ زره بهرنۍ میرمنې او د دوی ماشومان ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې او بریتانیا په ګډون یو شمیر هیوادونو له دغې سیمې څخه د خپلو اتباعو له منلو ډډه کړې. ویل کیږي چې د روان کال په جون میاشت کې ناروې له یادې سیمې څخه پنځه داسې ماشومان بیرته خپل هیواد ته راوستلي دي، چې د داعش ډلې جنګیالی پلار یې وژل شوی وو او مور یې لادرکه وه.

kh/ms (AFP, dpa, Reuters)