1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد مرسي خپل واک نور هم غځولی دی

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/16oUu

د مصر ولسمشر محمد مرسي خپل ځان ته کابو لا محدوده واک ورکړی دی. د یوه فرمان په صادرولو سره هغه په اساسي قانون کې داسې بدلون وراضافه کړی چې عملا یې تقریبا کنترول له قضا څخه اخیستی دی. د نوي اساسي قانون تر نافذیدو او د نوي پارلمان تر انتخابیدو پورې به نور هیڅ کوم قوانین د مرسي دغه فرمانونه نه شي لغوه کولای. د دغه هیواد د اپوزیسیون ډلو د مرسي له لوري دغه گام اخیستو ته سخت غبرگون ښودلی دی او په ټول هیواد کې يې د لاریونونو د تر سره کولو له پاره غږ کړی دی.