محمد شهزاد په جنوري میاشت کې لوبو ته ستنیږي
۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه۲۹ کلن محمد شهزاد د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې هغه مهال له لوبو څخه منع شو چې د ممنوعه درملو د کارولو نتیجه یې مثبته وه. دغه دارو چې کلین بوټریول، نومیږي د دوپنیک ضد نړیوال سازمان د ممنوعه درملو په لیست کې راځي. په دوبۍ کې د شهزاد معایناتو ښوولې وه چې هغه ممنوعه درمل کارولي وو.
پرهغه باندې لګول شوی بندیز د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له ۱۷مې نیټې څخه د راتلونکي کال د جنورۍ تر۱۶ نیټې دوام کوي. شهزا محمدي به وکولای شي چې د جنورۍ له ۱۷ نیټې څخه بیرته د کرکیټ لوبو ته ستون شي.
محمد شهزاد له لوري د کرکیټ نړیوالې شورا ته وړاندې شوي شواهد ډاډ ورکړی، چې هغه دغه منع کړی شوي درمل په قصدي توګه نه دي کارولي. محمد شهزاد د دغې شورا له قواعدو څخه سرغړونه منلې ده. د پریکړې په ترڅ کې آی سي سي دا منلې ده چې محمد شهزاد په قصدي توګه دغه ممنوعه درمل نه دي کارولي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل، کرکیټ ته د محمد شهزاد د بیرته ورګرځیدو په هکله خوښي ښوولې ده. د کرکیټ بورډ د فیسبوک پر رسمې پاڼه د عاطف مشعل له قوله لیکل شوي دي: «موږ ډیر خوښ یو چې شهزاد محمدي، به راتلونکي کال کې بیرته کرکیټ ته ورستون شي. هغه د خپل استعداد او په زړه پورې کرکیټ له امله ډیر مینه وال لري.»
د عاطف مشعل په خبره دا کار د کرکیټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبرداری دی چې پر دې پوهه شي چې د منع شوو درملو کارول جدي پایلي لري.
د محمد شهزاد ډیری مینه والو به د ټولنیزو شبکو له لاري د هغه د قضیې په تړاو تل پوښتنې کولې. محمد شهزاد تر اوسه په ۵۸ یو ورځنیو او ۵۸ شل اوریزه سیالیو کې ونډه لرلې ده.
د دسمبر له پنځمې نیټې څخه په شارجه کې د افغانستان او آیرلنډ تر منځ د کرکیټ درې یو ورځنې لوبې تر سره کیږي. لومړۍ چې د دسمبر میاشتې په پنځمه نیټه وه افغانستان په لوی توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه. دوهم لوبه د دسمبر په اوومه ده چې لومړی بیټنګ آیرلنډ وکړ او افغانستان ته یې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.
AG(S.R/N.Z)