محقق له يوه ځانمرگي بريده روغ رمټ وتلی دئ
۱۳۹۲ خرداد ۲۸, سهشنبهد کابل امنيتي چارواکو ويلي دي چي بريد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۸) د بشري حقونو کمېسيون د دفتر مخ ته ترسره سوی دئ او د دغه دفتر کارکوونکو ته زيان نه دی رسېدلی.
د کابل د پوليسو په خبره بريد د پارلمان پر غړي محمد محقق تر سره سوی دئ خو هغه روغ رمټ دي او یوازي څو تنه ساتونکي ئې ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي په بريد کي د پارلمان څو تنه غړي ټپيان سوي هم دي.
د بريد مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دئ اخيستي.
دغه ځانمرگي بريد په داسي حال کي په کابل کي تر سره کيږي، چي نن افغان امنيتي ځواک ته د امنيتي مسئوليتونو د سپارلو وروستی پړاوو دئ.
افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کي د ناټو له عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره په يوه غونډه کي د ټول هیواد امنيتي مسئوليت په رسمي توگه افغانانو ته وسپاره.
په دغه وروستي پړاو کي به د ۹۵ ولسواليو امنيتي مسئوليت له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.
نړيوال ځواکونه به د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ووزي او له ۲۰۱۵ کال وروسته به په افغانستان کي يو بل نړيوال ماموريت پيل سي چي هدف به ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او ملاتړ کول وي.