1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متيس: د طالبانو عناصر له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

په کابل کي د ناټو وياند ويلي دي چي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير له افغان ولسمشر او ناټو له قوماندان سره د ملاقات له پاره کابل ته رسېدلی دئ. هغه ويلي دي چي د طالبانو عناصر له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.

https://p.dw.com/p/2uDKv
Afghanistan Kabul US-Verteidigungsminister Mattis
انځور: Reuters/J. Ernst

د ناټو وياند تامس گراسبک، د سه شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير جيمز متيس به له افغان ولسمشر اشرف غني، د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن سره ملاقات ولري.

متيس کابل ته په يوه پوځي جيټ الوتکه کي د سفر پرمهال خبريالانو ته ويلي دي: «دا امکان نه لري چي ټول طالبان دي تر يوه پوښښ لاندي راوستل سي. دا اوږده لار ده. خو د طالبانو ځيني عناصر (غړي) سته چي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.»

متيس افغانستان ته د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو تر پيلېدو لږ مخکي سفر کوي. وسله والو طالبانو له څو کلونو راهيسي په ژمي کي هم خپل يرغلونه درولي نه دي، او د راپورونو له مخي د هيواد پر ۱۴،۳ سلنه خاوره باندي کنترول لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوې اوونۍ مخکي وسله والو طالبانو ته د سولي په برخه کي بې ساری وړانديز وکړ. خو طالبانو تر اوسه پوري دغه وړانديز ته غبرگون ښوولی نه دی او خپلو بريدونو ته ئې زور ورکړی دئ.

تر دغه وړانديز وروسته د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم پر طالبانو ږغ وکړ چي د ولسمشر غني پر وړانديز دي غور وکړي.

د امريکا د دفاع وزير خبريالانو ته وويل: «اوس موږ غواړو چي د سولي خبري د افغانانو په مشرتوب وي. افغان حکومت دي د ملي پخلايني له پاره هڅي وکړي.»

هغه زیاته کړې ده: «اوس ټول د دې له پاره کار کوي چي يوه سياسي روغه جوړه وسي، نه پوځي برياليتوب. دا برياليتوب به يوه سياسي پخلاينه وي».

امريکا متحد ايالات له افغانستان څخه د ځواکونو تر ايستلو وروسته اوس بيا په زرونو اضافي عسکر دغه هيواد ته لېږي. دا د تير کال له سپتمبر مياشتي راهيسي افغانستان ته د جیمز متيس دوهم سفر دئ.