متحده ايالاتو پر ايران خپل فشار زيات کړی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبهاعلان
د امريکا متحده ايالتونو د ايران د اتومي پروگرام په ترڅ کي پر ايران فشار زيات کړی دئ. د ايالتونو ولسمشر بارک اوباما د ايران د نفتو د سکتور پر وړاندي د نوو بنديزونو وړانديزونه منلي دي. د دغو نوو بنديزونو په ترڅ کي به پر ټولو هغو شرکتونو او بانکونو جرمانې او بنديزونه لگول ممکنه سي چي د روان مېلادي کال د جون وروسته د ايراني نفتو په راکړه ورکړه کي دخيل واوسي. دغه پرېکړه د دې سبب گرځي چي په نړۍ واله توگه شرکتونه له دې پوښتنې سره مخامخ کړي چي ايا د ايران سره د نفتو راکړه ورکړه بنده کړي او که د امریکا سره خپل تجارتي اړيکي وشلوي. په پراخه کچه د ايراني تيلو په رانيوونکو هيوادونو کي چین، سويلي کوريا، هند او فرانسه راځي.