مبارک ځان بیګناه بولي او د برائت غوښتنه کوي
۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبهد مصر په وخت د سهار لا نهه بجي نه وي شوي چي قاضیان او څارنوال د قاهری په ختیځ کي د پولیسو د اکادمی د سپورت جیمانیزیم ته ننوتل.
دغه جیمنایزم د مصر د راپرځول شوي پخواني ولسمشر، حسني مبارک، او د هغه د رژیم د نورو کسانو لپاره د محاکمي ټاټوبی ټاکل شوی دی. تورن کسان ټول په یوه اوسپنیز قفس کي ځای په ځای شوي ول.
مبارک د روغتون په بستر کي محکمي ته راوړل شو او د هغه دو زامن، جمال او الا مبارک د هغه څنګ ته پر یوي اوږدي څوکي کښینول شوي ول. په دغه اوسپنیز قفس کي د کورنیو چارو پخوانی وزیر، حبیب العدلی، هم پر یوي اوږدي څوکۍ ناست ؤ.
ټول په اوسپنیز قفس کي چپه خوله، مړه پړه چي سړی ګمان کوی هیڅ سا نه وباسي، لیدل کیدل او د محاکمی جریان يي په رڼو سترګو څاره.
د محاکمي د نندارچیانو په سالون کي په لومړي کتار کي د تورنو کسانو مدافع وکیلان ناست ول. د هغوی شاته د محاکمی نندارچیان چي د يو شیشته یی دیوال په واسطه سره بیل شوي ول د محاکمي بهیر ته غوږ ول.
په نندارچیانو کي د تورنو کسانو خپلوان، ژورنالستان او د هغو کسانو خپلوان چي د مبارک د رژیم د راپرځولو د انقلاب په لومړیو ورځو کي یي خپل ژوند له لاسه ورکړ، شامل ول.
د محاکمي په پیل کي قاضی احمد رفعت څرګنده کړه چي هغه ته په لومړي سر کي مهمه خبره دا ده چي د محاکمی په بهیر کي نظم او مقررات په پام کي ونیول شي.
هغه اعلان وکړ:
«د حق او عدالت په نامه محکمه پیل کیږي. د محاکمي د بهیر ریاست د محکمی په غاړه دی. که څوک نظم او مقررات مراعات نه کړي، ستر قاضی کولای شي چي هغه له محکمي څخه وباسي. که دا عمل تکرار شي، محکمه صلاحیت لري چی تیری کونکی د 24 ساعتونو لپاره توقیف کړي.»
له هغي وروسته محکمه پیل شوه او قاضي رفعت د تورنو کسانو نومونه واخیستل. هر تورن سړی د قاضی د پوښتنی په ځواب کی وویل:
«هو قاضي صاحب زه په محکمه کی حاضر یم.»
دغه راز قاضي له مدافع وکیلانو څخه هم پوښټنه وکړه. کله چي قاضی مدافع وکیلانو ته وار ورکړ، هر یو یي د خپل مؤکل د دفاع لپاره غږ پورته کړ.
یوه وویل چي هغه شک لري چي دغه محکمه دي د دي صلاحیت ولري چی تورن کسان محاکمه کړي. یو بل مدافع وکیل بیا غږ وکړ چي ننۍ محکمه دي وځنډوله شي ترڅو ځینی نوري دوسیي هم وکتلي شي.
دغه راز په دي هکله هم خبري وشوي چي له هغه ځای څخه دي لیدنه کتنه وشي چیرته چي د جنوري او فبروري په میاشتو کي پر مظاهره کونکو باندي ډزي شوي دي.
وروسته له یو نیم ساعت څخه محاکمه غوڅه شوه. د پولیسو د اکادمۍ څخه بهر د پخواني ولسمشر مبارک د پلویانو او د هغه د مخالفینو تر منځ ګډوډي رامنځ ته شوه. پولیسو هڅه وکړه چي هغوي سره جلا کړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش