1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ما د خپلو کلیوالو د باسواده کولو هوډ کړی دئ

۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د وزيراباد كلي د یوې پراخه حويلۍ په يوه خټينه خونه کې چې پلاستيكي فرش پكښې پروت دﺉ هره شپه ډیر شمیر ځوانان د باسواده كېدو په موخه سره راټولېږي. دغه کلې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پروت دﺉ.

https://p.dw.com/p/14Wqi
انځور: DW

دغه لړۍ له تېرو څلورو مياشتو راهیسې د همدې كلي د مومندانو لېسې د دولسم ټولګي زده كوونكي شل كلن عبدالله خاكسار، پيل کړې ده. د دې لړۍ په ترڅ کې تر اوسه پورې لسګونه بې سواده ځوانان باسواده شوي دي. هغه وایي چې هوډ ئې كړى دئ چې تر خپلې وسې به له خپل كلي د بې سوادۍ ټغر ټولوي.

شل كلن عبدالله خاكسار،
شل كلن عبدالله خاكسار،انځور: DW

خاکسار له مزاجه ساده، غلى او خواركښ برېښي. د خپلو بې سواده ملګرو تر منځ داسې نه دئ، چې له ورايه كومه ښكاره ځانګړتيا ولري. هغه په پوره توګه كليوال خويونه لري؛ خو د زده كړو له لارې د پرمختګ وږى دئ او له همدې امله ئې د خپل كلي د بې سوداه ځوانانو له پاره د زده كړو لړۍ روانه كړې ده.

د خونې پر خټين دېوال تورتخته زړېدلې ده. عبدالله په رنګه تباشيرونو، الف ب ت ليكي او د پاخه عمر بې سواده زلميان د شپې له خوا د پيكنيك رڼا ته پر پلاستيكي فرش د خپل راتلونكي د رڼا كولو په موخه د باسواده كېدو هڅه كوي.

خاكسار چې له رنګه خړې او ساده جامې يې پر تن دې وايي: «زه په دې باور يم چې د ژوند د ښه كولو له پاره له ټولو رنګونو د زده كړې رنګ ډېر مهم دئ چې بايد هر څوك ئې ولري.»

نوموړي زياته كړه چې په دې فكر کې دئ چې هر څه بايد دولت ته پرې نه ښودل شي او د ټولنې هر وگړې بايد تر خپلې وسې كار او خدمت وكړي.

خاكسار چې د خړو خټينو دېوالونو تر منځ پر پلاستيكي فشر د تورې شپې په غېږ كې د تورې تختې مخې ته ولاړ و، وويل: «زما د كلي له خلكو جنګ او جګړې هر څه هېر كړي دي. دوى د سواد په اصلي تعريف سم نه دي پوه. زه هڅه كوم چې باسواده ئې كړم او د ژوند په تعريف ئې پوه كړم او سوله یيز ژوند ته ئې راوبولم.»
خو نوموړي پر خپلو كليوالو هم پړه واچوله چې د تېرو څو كلونو په ترڅ كې چې ځينې خلك له تعليمه لرې پاته شوي ول نو بيا ئې د زده كړې د تر لاسه كولو هڅې نه دي كړي.

د هغه په وينا ده هڅې پيل كړې چې لږ تر لږه د كلي هغه ځوانان چې لا هم د زده كړو جوګه دي د همدې لړۍ له لارې باسوداه كړي.

خاكسار وایي چې لومړى ئې د بې سوادۍ د له منځه وړلو فكر له خپلو بې سواده ملګرو سره شريك كړ چې څلور كسان ول او له همدې كسانو ئې دغه لړۍ پيل كړه.

نوموړي د كلي له مشرانو هم مننه وكړه چې په سيمه كې ئې ورته د زده كړو له پاره د ځاى اسانتيا برابره كړې ده.

د ده په وينا په عادي توګه ئې ورته د «الف ب ت» زده کړه پیل کړه چې په پيل كې ځينې ځوانان له يو بل څخه شرمېدل خو د وخت په تېرېدو ئې دا احساس وکړ چې همدا د زده كړو او باسواده كېدو بنسټيزه لاره ده.

د بلخ ولايت په لرې پروت كلي وزيراباد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو روانه لړۍ د ورځې پر ځاى د شپې له خوا پر مخ ځي. د سيمې ځوانان د ټولې ورځې له كارونو وروسته د شپې له خوا د خپل كلي د يوې حوېلۍ په خټينه خونه كې سره غونډېږي او د باسوادۍ د روڼ سهار په لور ګامونه اخلي.

۳۰ كلن سيداګل وایي چې غواړي د دې لړۍ له لارې باسواده شي
۳۰ كلن سيداګل وایي چې غواړي د دې لړۍ له لارې باسواده شيانځور: DW

خاكسار چې له خپلو زده كوونكو سره د پيكنيك رڼا ته ناست دئ وایي چې دوى د شپې له خوا په اسانه خپلې زده كړې پر مخ وړي. نوموړي زياته كړه چې د ورځې له خوا د كلي ډېرى ځوانان په خپلو سيمو كې په كركيله بوخت وي، چې د شپې له خوا بيا ټول بېكاره وي.

د هغه په قول تر دې دمه يې نږدې شل ځوانان باسواده كړي دي او دم ګړۍ هره شپه ۱۵ ځوانانو ته د باسوادۍ زده كړې وركوي.

د دغې لړۍ ګډونوال وايي چې تېرو څو كلونو جګړو د دوى ژوند په تيارو كې ايسار كړى دئ چې اوس ئې د خپل كلي د ځوان په مرسته د سهار په لور بيايي.

۳۰ كلن سيداګل چې له تېرو ۱۸ورځو د همدې لړۍ له لارې د باسوادۍ هڅه كوي وايي چې هوډ ئې كړى دئ چې باسواده كېږي به:

«له كله نه چې مې چپ او ښى لاس پېژندلى دئ له جنګونو سره مې سر و کار دئ. په كلي كې داسې څوك نه وو چې د سبق او پوهې په ارزښت ئې پوه كړی واى. هر څه مو په جنګ كې كتل.»

د هغه په قول اوس پوه شو او سترګې ئې خلاصې شوې چې د ژوند پرمختګ زده كړو پورې تړلى او هوډ ئې كړى دئ چې په ليك او لوست به ځان پوهوي.

سيداګل وايي چې د دوه ماشومانو پلار دئږ د هغه په خبره مخكې به ئې د خپلو ماشومانو د زده كړو په اړه دومره فكر نه كوه. خو له كله نه چې د همدې لړۍ له لارې د زده كړو په ارزښت پوه شوى دئ نو هيله لري چې په اولادونو ئې ښه او پوره زده كړې وكړي.

د بلخ ولايت د پوهنې د ریاست مسئوولين كه څه هم له دغه لړۍ څخه ناخبري ښيي؛ خو په پيل يې خوښ دي. د دغه ولايت د پوهنې ريس مهراين وويل چې د تېرو لسو كلونو د نسبې سوله یيز ژوند له لارې د ډېرو خلكو په ذهن كې دې خبرې وده كړې ده چې د ژوند د پرمختګ يواځينې لاره زده كړې دي.

نوموړي زياته كړه چې دى د خپل ولايت په يوه څنډه كې د ځوانانو له ورته حركت څخه خوښ دئ خو ګيله كوي چې ولې ئې له دوى سره اړيكې نه دي نيولي. د هغه په قول ممكن دوى ورسره مرسته كړې واى او د بې سوادۍ روانه مبارزه ئې لا پسې ګړندۍ او ښه كړې واى.

د پوهنې ريس وويل چې دوى اوس هم دې ته چمتو دي چې تر خپلې وسې پورې د خکسار له خوا له پیل شوې بهیر سره مرسته وکړي. خو خاكسار وايي چې دوى كومې ځانګړې مرستې ته اړتيا نه لري.

نوموړي زياته كړه چې د دوى ډېر لګښت په كتاب راځي چې له بازاره ئې د شل افغانيو په بيه په اسانه تر لاسه كولای شي. توره تخته كاروي او تباشير ورته د خپل كلي د ښوونځي ښوونكي وركوي.

خاكسار وويل، چې دى بلخ كې د بلخ ادبي خوځښت په نامه د فرهنګي ټولنې غړيتوب لري او همدې ټولنې ورسره د ځينو برخو په سمبالښت كې مرسته كړې ده.

د وزيراباد كلي مشران د خپلو ځوانانو له پيل كړي ښوونيز كار څخه خوښ دي او د هر اړخيزې مرستې وعده ورسره كوي. د همدې كلي اوسېدونكي حاجي ګلاب وويل: «زه ډېر خوشاله يم او ډېر په تمه يم. دغه كار وړوكى دئ خو زموږ د كلي د بدلون څرك په كې ښکاري.»

بلخ كه څه هم د تاريخ په اوږدو كې د پوهې او تمدن مركز پاته شوى دئ خو د تیرو کلونو د جگړو له امله په دغه سیمه کې اوس ډیر خلک ان عادي لیک لوست نه شي کولای. د دغې سيمې خلكو د تېر لس كلن نسبي سوله یيز ژوند له لارې هڅه كړې ده چې خپله سېمه د پوهې له لارې جوړه كړي چې د عبدالله خاكسار د بېسوادۍ د له منځه وړلو هڅه ئې تر ټولو ښه بېلګه ده.


ايلم خان بلخي
کتونکی: مسعود جهش