1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ماغزه د رهنمايي کتابچې» ته اړتيا لري

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

ماغزه خپله تر ټولو پېچلی ماشين دی. کله پرې صحيح نه پوهيږو او کله هغه هم غلطيږي. مارکو ماګريني هغه څوک دی چې د مغزو د استعمال «رهنمايي کتابچه» يې ليکلې ده.

https://p.dw.com/p/3Lemu
Marco Magrini
انځور: Northwestern University, Neuroimaging Research Lab, Chicago

مارکو ماګريني هغه ليکوال او ژورناليست دی چې د خپلې خبرې له مخې يې د مغزو يوه «رهنمايي کتابچه» يا لارښود کښلی دی. دی وايي چې لېوالتيا به يې تل د انسان له مغزو سره وه، ځکه چې همدا ماغزه دي چې د کمپوزيتور باخ د موسيقۍ اثار او د لېوناردو دا وينچي په څېر شهکارونه يا د هېګل په څېر افکار يې رامنځ ته کړي دي. دی په دې ترڅ کې د علم او هنر له مختلفو برخو څخه د اروپايي مفکرانو نومونه اخلي.
ماګريني زياتوي چې دغه لېوالتيا يې هغه وخت پيل شوه چې دی خپله ۱۸ کلن وو، ځکه چې د ليسې پر وخت هغه په يوار په درسونو کې تکړه شو. تر دې مخکې هغه يو ضعيف زده کوونکی وو، ځکه چې د پاملرنې او زده کړې په برخه کې يې تل ستونزې لرلې. خو د خپلو څرګندونو په حواله هغه په يو وار تکړه شو او په تېره د ليکلو او ټايپولو په ډګرونو کې ډېر غښتلی ليکوال وخوت. 
«موږ خپل ماغزه يو»

نوموړی وايي چې پخواني ضعيفوالي يې له جنيتيکي شرايطو سره اړه درلوده، چې دغه حالت پخپله بدل او ښه شو. ځکه نو نوموړي د مغزو له څېړنې سره علاقه پيدا کړه. د هغه په خبره «سړی نه شي کولی له ويکي پيډيا وغواړي چې رواني مشکلات درته حل کړي، خو په ورته وخت کې د ډېرو رواني او ذهني شرايطو په ښه کولو کې دا مرسته کوي چې سړی خپله ناروغي درک او تشخيص کړي.» 
په دې سره کېدای شي د ناورغۍ د اغېزو کچه هم راټيټه شي. دا ځکه چې او د علمي موضوعاتو د ليکوال او خبريال، مارکو ماګريني، په خبره «موږ خپل ماغزه يو. ماغزه بايد خپله پوه شي چې هغه تغيير کوي. هغه په ټپه ولاړ او تغيير نامنونکي نه دي. هغه تل بدليږي چې دغه خبره په رواني ستونزو او د سو عمل حالاتو پورې هم صدق کوي.» 
له دې کبله د هغه په خبره سړی نوي شيان زده کولی شي او خپلو کړو وړو ته هم بدلون ورکولی شي که هغه حتی د اړتيا تر حده پورې هم يوه پرمختللي حالت ته رسېدلي وي.  
            
ذولفقار اباني/ن ص/ن ز

Portrait des italienischen Journalisten Marco Magrini
ايټالوی ژورناليست، مارکو ماګرينيانځور: Alberto Conti