لښکرگاه: څلور تنه افغان پوليس په يو ځانوژونکي بريد کې وژل شوي دي
۱۳۸۶ فروردین ۷, سهشنبهاعلان
بريدکونکي د څرگندونو له مخې د پوليسو دريشي اغوستې وه او هڅه يې کوله چې ودانۍ ته ننوځي. ساتونکو په خپل وار کوښښ کاوه چې بريدکونکی تلاشي کړي، دا په داسې حال کې چې بم وچاودېد. ملکي وگړو ته په دغه پېښه کې زيان نه دی رسېدلی. بلې غاړې ته د هېواد په ختيځ کې مشکوکو طالبانو په افغاني امنيتي ځواکونو باندې ډزې کړي دي، چې په اخ و ډب کې بيا شپږ تنه اورپکي وژل شوي دی. يوه ښځه هم په دې نښتو کې ژوبل شوې ده. خو پوليسو ته په دې پېښه کې کوم زيان نه دی رسېدلی.