1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځ په سوريې کې پوځي مداخلې ته چمتو دي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۶, چهارشنبه

لویدیځ هیوادونه اوس په سوريه کې د احتمالي پوځي مداخلې له پاره چمتوالی نیسي. په داسې حال کې چې په ملگرو ملتونو کې یو شمیر هیوادونه پر سوریې باندې د برید مخالفت کوي، ښايي دغه احتمالي برید له نړیوال ملاتړ څخه برخمن نه وي.

https://p.dw.com/p/19XjQ
An image grab taken from a video shows an opposition fighter firing an rocket propelled grenade (RPG) on August 26, 2013 during clashes with regime forces over the strategic area of Khanasser, situated on the only road linking Aleppo to central Syria. Rebels had in recent days captured several villages in Aleppo province, much of which is already in the hands of anti-regime fighters, before taking Khanasser, situated on the highway to Hama in central Syria, thus cutting the army's only supply route to the northern province. AFP PHOTO / SALAH AL-ASHKAR (Photo credit should read SALAH AL-ASHKAR/AFP/Getty Images)
Syrien Kämpfe 27.08.2013انځور: Reuters/Afp/Salah Al-Ashkar

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیگل، د سه شنبې په ورځ وویل چې په هغه صورت کې چې د دغه هیواد ولسمشر بارک اوباما، پر سوریې باندي د پوځي برید امر ورکړي، په سیمه کې د هغوی ځواکونه د دې کار له پاره چمتو دي. هیگل وویل: «موږ خپل تجهیزات په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي ترڅو د امر په صورک کې وتوانیږو چې [...] هر هغه څه چې ولسمشر غواړي موږ یې سرته ورسوو.»

تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي ول چې په دې کې هیڅ شک نه شته چې د اسد رژیم په سوریه کې کیمیاوي وسلې کارولي دي چې په پایله کې یې په سلهاوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه خبره د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن، یو شمیر پخوانیو پوځیانو ته په وینا کې وویل: «په دې کې چې څوک په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې تر شا دي هیڅ شک نه شته. دغه وسلې د سوریې رژیم کارولې دي.»

امریکا متحده ایالاتو لا تر اوسه پورې وروستۍ پریکړه نه ده کړې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، اوس د سوریې په اړه بیلابیل امکانات څیړي. په دې ترڅ کې هغه له کانادايي او بریتانیاوي سیالانو سره هم خبرې اترې کړې دي. د ولسمشر اوباما ویاند جې کارني، ویلي دي چې ولسمشر لا تر اوسه پورې د سوریې په اړه یوه وروستۍ پریکړه نه ده کړې. تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي ول چې د هغوی د احتمالي بریدونو هدف په سوریې کې د رژیم بدلول نه دی.

که څه هم ډیر شمیر لویدیځ هیوادونه په سوريه کې د اسد پر رژیم باندي د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه لگوي، خو دغه رژیم په وار وار سره د دغه شان وسلو د کارونې تورونه رد کړي دي. د دې رژیم د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې له خپل هيواد څخه د دفاع کولو امکانات لري.

انگلستان، فرانسه د پلان جوړولو په حال کې

د انگلستان لومړي وزیر دیوید کامرون، د پنجشنبې په ورځ د پارلمان یوه غونډه رابللې ده چې د سوریې په اړه خبرې اترې وکړي. هغه ټینگار کړې دی چې په سوریه کې د پوځي مداخلي له پاره «مخ نیوونکي» پلانونه د جوړیدو په حال کې دي ترڅو د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو احتمالي کارونې ته ځواب ورکړل شي.

کامرون روښانه کړه چې پر سوریې باندې هوایي بریدونه به مشخص هدفونه په نښه کړي او لویدویځ هیوادونو به د سوریې په کورنۍ جگړه کې ډیر ښکیل نه کړي. په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، بیا ویلي دي چې هغه دې ته چمتو دی چې ولسمشر بشارالاسد ته د کیمیاوي وسلو د کارونې په خاطر سزا ورکړي.

چین او روسیه په سوریې کې د پوځي مداخلې مخالفت کوي

په سوريه کې د پوځي مداخلې په اړه په ملگرو ملتونو کې څرگند مخالفت موجود دی. په امنیت شورا کې روسیه او چین هغه تورونه ردوي چې د اسد رژیم دې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي. له دې سره نو ښايي د سوریې په اړه په ملگرو ملتونو کې داسې یوه موافقه رامنځ ته نه شي چې له مخې یې نړیوالې ټولنې په لیبیا کې پوځي مداخله کړې وه.

مسکو او پیکینگ پر لویدویځو هیوادونو باندي تور لگولی دی چې د کیمیاوي وسلو د کاریدو په پلمه په سوريه کې پوځي مداخله کول غواړي.