1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوږه ډيريږي ، خومرستي او کومکونه کميږي

۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعه

په ټوله نړۍ کې به د هغو مليونونو انسانان سره ، چې د لوږي او بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي، مرستي نوري هم کمي شي ...

https://p.dw.com/p/J16v
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

ځکه چې د ملګرو ملتو د خوراک نړۍ وال پروګرام WFP سږ کال د لږو پيسو له کبله د ګنو بې وزلو هيوادونو سره خپلو مرستو ته دوام نسي ورکولی .

د ملګرو ملتونو د خوراک نړۍ وال پروګرام WFP ته بسپنه ورکونکي ګڼ هيوادونه خپلې د مالي مرستو ژمني نسي پوره کولی ،او پدې ډول به د غريبو هيوادو سره مرستي نوري هم کمي شي .

په عين حال کې د خوراکي موادو په بيو کې هم لوړ والی راغلی دی . د ملګرو ملتو د خوراک پروګرام WFP وضع ډيره خرابه بولي ،او د خطر زنګ وهي .

د چهارشنبې په ورځ ددې پروګرام مشرې ميرمن جوزيټ شيران په واشنګټن کې وويل چې ،WFP د روان کال لپاره د 6,7 مليارده ډالرو بودجې ته اړتيا لري . خو تراوسه ورسره د بيلا بيلو حکومتو له خوا يوازي د 3,7 مليارډو ډالرو مرستو وعده شوې ده . ددې پيسو د جملې څخه يوازي 1,8 مليارده ډالره تر اوسه پوري دې پروګرام ته رسيدلي دي .

ددې خاطره د ملګرو ملتو د خوراک نړۍ وال پروګرام لا د مخه دې ته اړ شوی دی چې ډيرو هيوادونو ته کم خوراکي مواد ورکړي .

ميرمن جوزيټ شيران زياته کړه چې ددغه پروګرام دعاجلومرستو ذخيره د يوه خطرناک او بې ساري کمښت سره مخامخ ده . دابه بيا تر ټولو ډيري اغيزي پر هغو خلکو باندي وکړي چې لا دمخه د خورا ډيري بې وزلۍ او غريبۍ ژوند تيروي .

ميرمن شيران دا خبره په ګوته کړه چې د نړۍ وال اقتصادي بحران له کبله خوراکي موادو ته د اړتيا کچه نوره هم لوړه شوې ده . د بې وزله خلکو په شمير کې زياتوالی راغلی دی، او په عين وخت کې له هم دې کبله ياني د اقتصادي بحران له کبله شتمنو هيوادونو خپل کومکونه او بسپني کمي کړي دي . خو ميرمن شيران د هغو هيوادو نومونه په ګوته نه کړل چې اوس مرستي نسي کولی .

د ملګرو ملتونو د اعداد وارقام له مخي په ټوله نړۍ کې څه نا څه يو مليارد انسانان د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ دي . دوه کاله د مخه د دوی تعداد 860مليونه ؤ . د ملګرو ملتونو د خوراک نړۍ وال پروګرام WFP ددوی څخه يوازي د هغو لسو فيصدو سره مرستي کولای شي چې د ډيرو زياتو ستونزو سره مخامخ دي .چې دا په تيرکال کې د 78هيوادونو 100مليونه وګړي وه،چې کومکونه ورسره وشول .

World Food Programme Logo

د ملګرو ملتو وياندې ميرمن ميشل مونټاس د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې وويل چې د خوراک د نړۍ وال پروګرام مشرې ميرمن شيران د واشنګټن د حکومت څخه هيله کړې چې ددې لپاره مبارزه وکړي چې د جهان ټول انسانان په نس ماړه سي .

همدا شان ميرمن شيران د جې شلوG20- - هيوادو د ډلي څخه هم غوښتنه وکړل چې د خپلو اقتصادي مشکلاتو سره سره دي د پرمختيايی هيوادونو څخه خپلي مالي مرستې ونسپموي . هغې پر دې خبره ټينګار وکړ چې لوږه او بې وزلي نه يوازي همدې ورسته پاته هيوادو ته يو ګواښ دی، بلکه د شتمنو او پرمختلولو هيوادونو ثبات هم په خطر کې اچوي . دې زېاته کړه : «خوراک د انسان ترټولواساسي ضرورت دی، کله چې هغه ددې څخه بې برخي پاته شي نو بيايوازي درې امکانات ورته پاته کيږي : دوی قيام کوي، يا مهاجرت ته اړ کيږي او يا هم مري . »

DW / بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري