1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

لويه څارنوالي: د ایران مذهبي پولیس منحل سوه

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

د عدلي مقاماتو په حواله د ایران مذهبي پولیس منحل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4KS4c
 Proteste im Iran, Stadt Gonbad Kavus 21 September 2022
انځور: UGC

لوی څارنوال، محمد جعفر منتظري پرون شنبه ماښام خبري آژانس ایزنا ته ویلي دي چي « مذهبي پولیس د عدلي مقاماتو سره هیڅ اړه نه لري او د هغو کسانو له خوا چي په تیرو وختونو کي یې جوړ کړي وه، منحل سوه.»
د کردۍ جينا مهسا امیني مرگ، چي په تیره سپټمبر میاشت کي د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوې وه، په ایران کي د اوسنیو سختو اعتراضونو د رامنځته کیدو سبب وگرځیده.