د ۲۰۲۰ کال راهیسي د ګازو او تیلو بيي دوه چنده سوي دي
۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبهاعلان
لیکن برق او لرګي هم په ښکاره ډول سره ګران سوي دي. یوازي د بل ځای څخه راانتقالیدونکې او په اصطلاح مرکزي انرژي لا تراوسه پوري ارزانه ده.
د CO2 انلاین ادري رئیسه، تانیا لوئيڅ وايي: «د انرژۍ د بیو دغه ډول بې حده پورته کیدل یې په ۲۰۰۵م کال د انرژۍ د خپل لمړني جدول د نشریدو راهیسي نه دي مشاهده کړي». هغې اضافه کړه چي «که دغه بيي په متوسط ډول سره لا لوړي دي، په انفرادي ډول سره کیدای سي، تر دې هم لوړي سي.» په خبره یې «ډیر فامیلونه به د دغو لوړو بیو څخه په راتلونکي کال کي هغه وخت خبر سي، کله چي هغوی ددې کال د مصارفو صورت حساب په راتلونکي ۲۰۲۳م کال کي تر لاسه کړي.»