له گینشر سره مخه ښه وشوه
۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبهآلمان د خاصو دولتي تشریفاتو سره چې د دغه هیواد په پخوانې پلازمنیې بن کې جوړ شوي ؤ، د بهرنیو چارو له پخواني وزیر هانس دیتریش گینشر سره چې د اپریل په لومړی نیټه له دنیا څخه په ۸۹ کلنی له دنیا سترگی پټی کړی، مخه ښه وکړه. په دغو مراسمو چې د آلمان د دولتی لوړ پوړو چارواکو او د نړی یو گن شمیر لوړ پوړي سیاستوالو برخه اخیستې وه، د آلمان ولسشمر یوآخیم گاوک وویل:«مونږ دلته، د یوې پرانیستي ټولنې لپاره په سمبولیکه ټوگه په دغه له مهندسي لحاظه روښان ځای کې سره ټول شوي یو ترڅو له هانس دیتریښ گینشر سره مخه ښه وکړو، له هغه یو شخصیت څخه چې زمونږ د ولس، زمونږ د دولت، د آلمان فدرلي جمهوریت لپاره یې ویاړن خدمتونه تر سره کړي دي.
مراسم د آلمان د پارلمان په پخواني لوی تالار کې چې اوس په «ورلډ کانفرنس سېنټر» يعنې د نړيوالو کنفرانسونو پر مرکز پورې اړه لري تر سره شول. د مراسمو د ځای دا ښه انتخاب ؤ ځکه چې د بهرنيو چارو پخوانی وزير، هانس ديتريش ګېنشر، د ځينو د ګوتو په شمېر نورو سياستوالو په څېر، په بن کې د مېشت جمهوريت يو وتلی استازی گڼل کیده.
د آلمان د ليبرال دموکرات ګوند اوږدمهاله مشر، ګېنشر، د مارچ په ۳۱مه د ۸۹ کلونو په عمر د بن په شاوخوا کې په خپل کور کې مړ شوی وو. د دولتي مراسمو وياړ يوازې لږو مخکښو سياستوالو ته ورپه برخه کيږي. په وروستي ځل دغه وياړ پخواني صدراعظم، هېلموت شميت، ته ورپه برخه شوی وو چې پروسږ کال ومړ.هانس ديتريش ګېنشر له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۴ پورې لومړی د آلمان د کورنيو چارو وزير پاته شوی وو. وروسته هغه د بهرنيو چارو وزير او د صدراعظم مرستيال ټاکل شوی وو چې د ۱۹۷۴ او ۱۹۹۲ کلونو په ترڅ کې يې له ختيځې اروپا سره د آلمان بهرنی سياست تعيين کړی او شکل يې ورکړی وو. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۸۵ کلونو پورې نوموړی د ليبرال دموکرات ګوند مشر وو. ګېنشر چې «د بهرنيو چارو تلپاتی وزير» هم بلل کيږي د آلمان د بېرته يو ځای کېدو د بهير يو اصلي طراح هم ګڼل شوی دی.
«د پلار په څېر يو ښه ملګری»
د ليبرال دموکرات ګوند اوسنی مشر، کريستيان ليندنر وايي چې «د هانس ديتريش ګېنشر د رايې تشه د کډوالو په اوسني سياست کې محسوسيږي.» ليندنر له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې دا هم ويلي دي چې هغه د ګېنشر د شخصيت خاليګاه هم ډېره محسوسوي او په دې اړه وايي: «هغه به فاصله نه نيوله. زموږ د ګوند له پاره هغه له دې کبله د پلار په څېر يو ښه ملګری وو، چې تر پايه پورې يې زموږ په پرمختګونو کې ونډه اخيستې ده. ګېنشر له وروستيو آيالتي ټاکنو وروسته راته زنګ وواهه او ډېر خوشحاله وو.»