1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له گوانتانامو زندانه ۵ تنه نور بنديان آزاد سول

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۰, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت وايي، چي د گوانتانامو له جنجالي زندان څخه ئې پنځه تنه بنديان آزاد کړي او قزاقستان ته ئې لېږلي دي. اوباما په ۲۰۰۹ کال کي د خپل کار په پيل کي ژمنه کړې وه چي دغه زندان به تړي.

https://p.dw.com/p/1EDT0
انځور: Getty Images/J. Moore

د امريکا د دفاع وزارت (پينتاگون) د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۳۰مه) ويلي دي چي له گوانتانامو زندان څخه ئې درې تنه يمنيان او دوه تونسان آزاد کړي دي.

دغه پنځه کسان ۱۱ کاله په گوانتانامو زندان کي بېله کومي محاکمې بنديان ول. د امريکا د دفاع وزارت په خبره دغه بندیان د څو امریکايي چارواکو له خوا د هغوی د دوسيو تر بشپړي بررسۍ وروسته آزاد سول.

قزاقستان ته د دغو بنديانو تر لېږلو وروسته اوس هم په گوانتانامو زندان کي نژدې ۱۲۷ کسان بنديان دي، چي ډيری ئې د عربي هيوادونو دي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کي د جمهوري رياست د لومړي په مراسيمو کي ژمنه کړې وه، چي په نړۍ کي تر ټولو جنجالي زندان گوانتانامو به تړي.

خو حقوقي ستونزو او د امريکا په کانگرس او خلگو تر منځ سخت مخالفتونه تر اوسه پوري د دغه زندان د تړلو خنډ گرځېدلي دي.

دغه زندان په ۲۰۰۱م کال کي پر امریکا باندي د سپتمبر د ۱۱ تر يرغلونو وروسته جوړ سو، او د نړۍ په بېلابېلو سيمو کي د ترور او القاعدې سره د تړاو په تور نيول سوي تورن کسان پکښي بنديان سول.

نژدې دوې مياشتي دمخه د امريکايي رسنيو له خوا داسي راپورونه خپاره سول چي گويا ولسمشر اوباما د کانگرس له موافقې پرته غواړي د گوانتانامو زندان وتړي. خو سپيني ماڼۍ سمدلاسه دغه راپورونه رد کړل.

سپيني ماڼۍ ويلي ول چي دوی غوره گڼي له کانگرس سره د گوانتانامو زندان په تړلو کي همکاري وکړي. د سپيني ماڼۍ وياند جوش ايرنيست، هغه مهال په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «زموږ دريځ او زموږ پاليسي اوس دا ده چي د کانگرس ملاتړ ولرو، څو هغه محدوديتونه ليري کړو چي موږ احساس کوو د غلطو انگېرونو سبب گرځي.»

اوس د اوباما تر ژمني شپږ کاله وروسته هم دغه زندان تړل سوی نه دئ. ليکن په دې وروستيو کي د امريکا حکومت له دغه زندانه څخه د بنديانو په آزادولو لاس پوري کړی دئ.

په ۲۰۱۴م کال کي له دغه زندان څخه ۲۸ کسان آزاد سول. له پاته ۱۲۷ بنديانو څخه د ۵۹ کسانو د آزادۍ له پاره هم لاره سته.