1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پوځ سره تر خبرو وروسته په کويټه کي احتجاج پای ته ورسید

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر بریالیو خبرو وروسته، په کويټه کې شعیه هزاره لږکیو خپل څلور ورځنې احتجاجي پرلت پای ته ورساوه.

https://p.dw.com/p/2x0CE
Pakistan Quetta - Hazara Gemeinde bei Protesten
انځور: DW/A. G. Kakar

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د بلوچستان ایالت په کويټه ښار کې د هزاره احتجاج کوونکو د ټولو اندیښينو د لیري کولو او د دوی د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

د هزاره گانو مشرانو له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې لوی درستیز دوی ته ډاډ ورکړی دی چې پر هزاره ګانو برید کوونکي او له هغو سره د مرسته کوونکو پر وړاندې به ډیر سخت اقدامات وړکړي او په هر صورت کې به د دوی د سر او مال ساتنه وکړي.

ویل شوي دي چې د کويټې ښار په لویدیځ بای پاس، علمدار روډ او نورو ځایونو کې به د هزاره ګانو هغه احتجاجي پرلت پای ته ورسوي چې تر ۱۰زرو ډیرو کسانو پکښې ګډون کړی وو.

په دې وروستیو وروځو کې د کويټې په مختلفو سیمو کې په هدفي توگه د هزاره لږکیو د وژنو په پيښو کې تر زیاتوالي وروسته د دغو احتجاجونو لړۍ پیل شوې وه.

د مظاهرې ګډون کوونکو د ملکي حکومت له ټولو لوړپوړو چارواکو سره خبرې بې اعتباره بللې وې او غوښتنه یې کړې وه، تر هغه چې د پوځ مشر کويټې ته نه وي ورغلی او دوی ته یې د دوی د سر او مال د ساتني ضمانت نه وي ورکړی، دوی به د خپلو احتجاجونو لړۍ جاري وساتي.

باجوه له هزاره مشرانو سره په خبرو کې وویل چې بهرنۍ استخباراتي ادارې د ترهګرو ملاتړ کوي او د دغو سازشونو د ناکامه کولو له پاره ولس باید د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي.

Pakistan Quetta - Hazara Gemeinde bei Protesten
انځور: DW/A. G. Kakar

د پاکستان پوځ له مشر سره په خبرو کې د هزازه ګانو د پلاوي مشري د بلوچستان د شعیه ګانو د شورا مشر سید داود آغا کوله. داود آغا دویچه ویله ته وویل: «د ایالتي او مرکزي حکومت وزیرانو چې زموږ سره کومې ژمنې کړې وې تر اوسه پورې یې نه دي عملي کړي، نو له همدې امله موږ له پوځ سره د خبرو غوښتنه وکړه.»

هغه زیاته کړه چې په دې درې ساعته ملاقات کې ورته قمر جاوید باجوه د هزاره ګانو د قاتلانو د نیولو او په سزا رسولو اطمينان ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د پښتنو د حقونو په برخه کې د فعالې ډلې PTM یا «د پښتون ژغورنې غورځنګ» غړو هم په «علمدار روډ» کې د هزاره ګانو په احتجاجي پرلت کې ګډون کړی وو او د پاکستان د امنیتي ادارو پر ضد یې شعارونه ورکول. وروسته تر دې پولیسو د یو شمیر هزاره ګانو پر وړاندې دعوی هم وکړه.

بل لور ته په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي دي چې پر هزاره اقليت ځانمرګې بریدونو او نورو ترهګریزو پيښو کې لاس درلودونکی قوماندان عبدالرحیم محمد شهي یې نیولی دی.

د نوموړي ادارې مشر اعتزاز ګورایا خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې د تروریست رحیم محمد شهي د سر قیمت ۲۰۰ زره کلدارې ټاکل شوی وو. دغه کس د پاکستان د منع کړای شوي ګوند «لشکر جهنګوي» غړی دی. دوې ورځې مخکې پاکستاني چارواکو د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په مقابله کې د همدې ترهګرې ډلې د یوه بل قوماندان «مقصود احمد» د وژلو ادعا هم کړې وه.