1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له عبدالقديم پتيال سره مرکه

۱۳۸۵ اسفند ۱۱, جمعه

په افغانستان کې له خپلواک ژورنالست عبدالقديم پتيال سره د ولسي جرگې د هغې طرحې په اړه چې له مخې يې جنگي جنايتکاران بخښل کېږي، مرکه.

https://p.dw.com/p/DMpF
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د ويچه ويلي : پتيال صاحب د مشرانو جرگې تيره اونۍ د ملي روغي جوړي هغه منشور و مانه چي شاوخوا دوې اونۍ وړاندي ولسي جرگې تصويب کړی ؤ چي له مخي به ئي جنگي جنايتکاران بخښل کيږي .ډيری په دې تمه وه چی د غه وړاند يز به په مشرانو جر گه کي له ننگونې سره مخ سي خو هغسي ونسول ستاسو په نظر د دې ترشاه د چا لاس دی؟
پتيال: زما په نظر باندې په اوسني پارلمان او د مشرانو په جرگه کې د افغانستان د ټولو ډلو ټپلو کسان موجود دي. هغوی ټول په دې خو‍شحاله دي چې د دې منشور تر شا ودريږي او ملاتړ يې وکړي ځکه چې هغوی هرې ډلې په خپل وار سره داسې اعمال تر سره کړي چې د بخښنې وړ نه دي.

دويچه ويلي: د افغانستان په دېرش کلن ناورين کې خو څو ډلې لکه تاسو چې اشاره هم ورته وکړه ښکېلې وې، خو هغوی اوس ټول په دولت کې واک نه لري، دلته څوک پاتېږي چې د دې منشور ملاتړ کوي او يا په دولت باندې فشار راولي؟

پتيال: په دې کې د ټولو ډلو لاس دی. که د جهادي تنظيمو ځينې مشران دي او که د کمونيستي دروان ځيني کسان دي. دا پخپله په دوی باندې ژوندی ثبوت دی چې غواړي خپل ځانونه وبخښي، دا خو د ملت کار دی چې دوی بخښي او که نه. زما په نظر په دې کې د ټولو تنظيمو او ډلو ټپلو لاس دی.

دويچه ويلي: تاسو واياست چې دا پرېکړه بايد ولس وکړي. ولې د تېرې جمعې په ورځ په هغه احتجاجي غونډه کې چې د ځينو جهادي تنظيمونو د مشرانو لخوا رابلل شوې وه پخپله د ولسي جرگې مرستيال عارف نورزي دا خبره وکړه چې «موږ ولس ټاکلي يو او دا کار کوو»!

پتيال: اصلي ستونزه په هم دې کې ده چې په روان حالت کې ولې ځينې کسان لمر په دوو گوتو پټوي. ولې بيا هم د مجاهد په نامه هغه کارونه تر سره کوي چې جهاد ته په کې سپکاوی کېږي. خبره په دې کې ده چې هغه کسان چې نن سبا په پارلمان کې ناست دي تر ډېره حده يعنې د شپېتو څخه تر اويا فيصدو پورې داسې کسان دي چې د مختلفو طريقو زورواکيو، توپک سالاريو، پيسو، رشوتونو، غلاو او نور ډول ډول اړخونو د لارې ځانونه د دې وړ گرځولي چې نن ورځ په پارلمان کې ناست دي او د ولس استازيتوب کوي. په داسې حال کې چې په هيڅ نورم يا معيار نه دي برابر او نه يې هم په ولس پسې سر گرځولی چې څه ستونزې لري. زه و دې ته حيران يم چې په سهيل لويديځه حوزه کې د څو مياشتو راهيسې جنگ روان دی، څو ولسوالۍ د مخالفې جبهې په لاس کې دي، خلک ځړول کېږي. د خلکو څخه سرونه پرې کېږي، خلک تر بمباريو لاندې کېږي، په دې اړه هيڅوک په پارلمان کې څه نه وايي او بيا هم ځانونه د خلکو استازي بولي، ډېر ښه؟ . زه نه پوهېږم چې په څه ډول د ولس استازي دي؟

دويچه ويله: د ځينو جهادي تنظيمونو مشرانو په خپلو مرکو او خبرو کې ويلي دي چې د دې منشور سره مخالفت کول له جهاد سره مخالفت دی. ستاسو په نظر اوس چې دغه طرحه ولسمشر کرزي ته د توشيع دپاره وړاندې شوې، هغه به د دې خبرې تر تاثر لاندې رانه شي؟

پتيال: زما په نظر ولسمشر تر مختلفو سياسي فشارونو او سياسي بارونو په داخلي او بهرنيو زايو کې راښکېل دی. دا خپل يو دروند بار دی د ولسمشر په اوږو باندې چې دې مسالې د ائيتلاف شکل غوره کړی دی او د ولشمر وروستۍ پرېکړې ته خبره ماتله ده. ولسمشر اوس لکه څنگه چې وايي د پاڼ او پړانگ تر منځ راگير دی. زه نه پوهېږم چې د دې سيلاو سر به کوم ځای ته رسېږي خو که چيري خبره اوس و محلي استازو او جرگو ته ونه وځي زما په نظر به ولسمشر هرومرو په يوه ستونزه کې راگير شي. نو ولسمشر بايد د قانون په رڼا کې خپل مسووليت تر سره کړي.