1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوريې څخه په لسونو زره انسانان په تېښته دي

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د یاغیانو په وروستي لوی مرکز، ادلیب کي جنگونو زور اخیستی او څوک چي کولای سي ترې تښتي. اکثره انسانان مجبوره ول دباندي یا په موټرو کي شپې تیري کړي. ترکيې هم ورباندي سرحدونه تړلي دي.

https://p.dw.com/p/3OJEk
Konflikt in Syrien
انځور: picture-alliance/dpa/X. Hua

د سوريې د شمال ادلیب ولایت د روغتیا ریاست او د سوريې له پاره امریکايي خیریه سازمان(SAMS) د تر۷۰۰۰۰ اضافه انسانانو خبره کړې ده، چي د همدې اگست میاشتي له پیل څخه شړل سوي او تښتیدلي دي.

ځايي اوسیدونکي د بشر حقوقو سازمانونه او اپوزیسيون ادعا کوي، چي یوازي په تیرو څلورو ورځو کي له ادلیب څخه تر۶۰۰۰۰ انسانانو پوري تښتیدلي دي.

له بلي خوا بیا د معرت النعمان ښار، چي تر ډیره وخته پوري آرام او د داخلي بې ځایه سوو کسانو د ورتگ ځای بلل کیدی، اوس په دې منځ کي هم پکښي جنگونه شروع سوي دي.

د دغه ښار یوه اوسیدونکي، عبدالله یونس رويترس خبري آژانس ته ویلي دي: «له دغه ښار څخه د وتونکو موټرو او نورو نقلیه وسایطو جریان هیڅ نه قطع کیږي.» د یاغیانو په وروستي مرکز، ادلیب کي مجموعأ درې ميلیونه انسانان ژوند کوي.

Luftangriffe in Syrien
انځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli

د فعالینو او خیریه سازمانونو په حواله د ډیرو مهاجرو بشري حالت ډیر خراب او د زغملو نه دی. اکثره مجبوره ول تر شنه اسمان لاندي او یا په موټرو کي شپې تیري کړي. د ملگرو ملتونو د عاجلو کومکونو دفتر یوه ویاند وویل چي«حالت ډیر خراب دی».

هغه د یوه ناارامونکي حالت خبره کړې ده، له کوم څخه چي خلگ باید وتښتي. خو له سیمي څخه یې د وتونکو خلگو په باب نوي ارقام نه دي وړاندي کړي. تیره میاشت ملگرو ملتونو له اپریل میاشتي راهیسي د ۴۰۰ زرو شړل سوو او تښتیدلو کسانو رپوټ ورکړ.

د سوریې حکومتي قواوي له خپل متحد روسیې سره یو ځای کوښښ کوي چي د ادلیب ولایت د خان شیخون ښار له یاغیانو څخه ونیسي.

له سه شنبې ورځي راهیسي د معرت النعمان ښار هم د دوی تر هوايي بمباریو لاندي دی او یو روغتون هم پکښې بمبارد سوی او نړیدلی دی.

په همدې حال کي یاغیانو هم اعلان کړی دی چي د دوی ډیر کسان هم له سیمي څخه وتلي دي. خو د دولتي رسنیو په حواله، پاته یاغیان یې په مقابل کي سخت مقاومت ته دوام ورکوي.

Luftangriffe in Syrien
انځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli

ترکيې خپل سرحدونه تړلي دي

د سوريې جنگ چي له نهو کلونو راهیسي دوام لري، ډیر ناظرین گومان کوي چي په دغه جریان کي به په سونو زره انسانان وژل سوي او په ميلیونو نور تښتیدلي وي. له بلي خوا بیا له ادلیب څخه تازه تیښتو ترکيه دې ته مجبوره کړې ده چي د سوريې د مهاجرو د هجوم له بیري خپل سرحدونه وتړي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 06.06.2018)