له سان سو چي څخه په تایلند کې تود هرکلی سوی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبهاعلان
په تایلند کښي د برما د اپوزیسون له مشري سان سوچي، څخه د خپل هیواد په زرهاوو اوسیدونکو ډیر تود هرکلی کړی دئ. د نوبل د سولي د جایزې دغه ګټونکې په یوه نړیوال اقتصادي کنفرانس کښي د ګډون په خاطر تایلنډ ته تللې ده خو تر دې مخکې ئې د خپل هیواد له کډوالو سره ولیدل. دې له دغو کډوالو څخه وغوښتل چي بیرته خپل هیواد ته ستانه سي. دا تر ۲۴ کلونو وروسته بهر ته د سان سوچي لمړنی سفر دئ.