له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
پنځه هنديان د جنسي تېري په تور په عمري بند محکوم سول
د هند يوې محکمې پر پنځو هغو نارينه د عمري بند سزا را ايستلې چي په ۲۰۱۴م کال يې پر يوې ډنمارکۍ مېرمني جنسي تېری کړی وو. په دغه قضيه کي ښکېل يو وکيل د محکمې د يادي فيصلې د راوتلو پخلی کړی دی. د هند د قانون له مخي د ډله ايز جنسي تيري تر ټولو لوړه سزا د عمر قيد ده. د تور له مخي دغو کسانو يوه ۵۲ کلنه ډنمارکۍ مېرمنه د نوي ډلي د اورګاډو و تمځای ته نژدې په چاقو ګواښلې او زياتی يې ورسره کړی وو.
په کابل کي يوه مرستندويه هندۍ اختطاف سوې
يوه هندۍ مېرمن چي د يوه مرستندوی سازمان له پاره کار کوي، په کابل کي د جمعې په ورځ اختطاف سوې ده. هندي رسنيو د دغې مېرمني نوم جوديت دساوزا ياد کړی او هغه يې۴۰ کلنه بللې ده. د دغو رسنيو په وينا دغې مېرمني د آغا خان د مرستندويه بنسټ له پاره کار کاوه. د هند مقاماتو ويلي چي د افغانستان سره په ګډه د دغه موضوع په څېړلو او د ښخي په تلاښ بوخت دی.
«اوباما پوځ ته د طالبانو پر ضد زيات صلاحيتونه ورکړي»
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کي امريکايي ځواکونو ته د طالبانو پر ضد مبارزه کي لا زيات صلاحيتونه ورکړي دي. د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي دغه معلومات د امريکا د بهرنيو چارو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ورکړي دي. زياته سوې چي د نوو صلاحتيتونو په ترڅ کي به د امريکا هوايي پوځ د طالبانو پر ضد لا زيات فعاليت ولرلای سي.
د کوردانو ډلې TAK د استانبول د بريدونو پړه ومنله
د کوردستان د آزادۍ د عقابانو په نوم وسله والي ډلي ويلي دي چي د اونۍ په شروع کي د استانبول بمي بريدونه د دوی ډلې کړي ول. د سه شنبې په ورځ په موټر کي د پټ کړل سوي بم د چاودنې له کبله ۱۱ انسانان وژل سوي ول. په وژل سوو کي يې۷ پوليس هم شامله ول. يادي ډلي ويلي چي دغه ځانمرګی بريد يې د ترکيې په سويل ختيځ کي په کوردي سيمو کي د ترکيې د پوځي عملياتو په غچ کي کړي دي.
په فرانسه کي د فوټبال د اروپايي جام لومړۍ لوبه تر سره کيږي
په فرانسه کي نن د فوټبال د اروپايي جام لومړۍ لوبه تر سره کيږي. دغه لوبه به د کوربه هيواد فرانسې د ملي لوبډلي او د رومانيا لوبډلې تر منځ تر سره سي. تر دې يوه ورځ دمخه ماښام د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي يو لوی جشن نيول سوی وو چي په ترڅ کي يې د آئفل برج سره نژدې پراخه ساحه د فوټبال د مينه والو له پاره پرانيستله سوه. دغه لوبي به ۳۰ ورځي دوام وکړي او پکښي د اروپا د ۲۴ هيوادونو لوبډلي برخه اخلي.