له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د آلمان کورنيو چارو وزير د مونشن بريد پايلې سنجوي
د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، د مونشن له بريد وروسته، د پوليسو د ماموريت مقررات يو ځل بيا څېړي. په يوه مرکه کې نوموړي سياستوال ويلي دي چې دغه مقررات د ايرفورت تر بريد په ۲۰۰۲ او د وينندن تر بريد وروسته په ۲۰۰۹ کال کې هم بدل شوي ول. د پېښې د ځای د ليدنې پر مهال دېميزير د پوليسو کار البته ډېر ستايلی وو.
په عراق کې سخته بمي چاودنه شوې
د عراق په پلازمېنه بغداد کې يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژلي دي. د امنيتي ځواکونو په حواله بريدګر د ښار په شمال کې د شيعه ګانو د اوسېدو يوه ناحيه په نخښه کړه. د بريد پړه لا چا نه ده منلې، خو هغه د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې بريدونو ته ورته دی.
اردوغان د ولسمشرۍ ګارد منحل کړ
د ترکيې حکومت د مخالفينو په وړاندې چلن لا سخت کړ. لومړي وزير، بن علي ايلديريم، د ولسمشريز ګارد د منحلېدلو اعلان کړی دی. د رجب طيب اردوغان دغه نژدې ملګري ويلي دي چې دغه ګارد ته کومه اړتيا نه ليدل کيږي. له دې مخکې د ۲۵۰۰ کسيز ګارد څخه د ۳۰۰ غړو د نيولو امر شوی وو.
جي ۲۰: برېکسيټ نړيوال اقتصاد کډوډوي
له اروپايي ټولنې څخه د بريتانويانو د وتلو پرېکړه د جي ۲۰ هېوادونو د ماليې د وزيرانو په خبره نړيوال اقتصاد بې ثباته کوي. خو د اروپايي ټولنې هېوادونه دې ته چمتو دي چې اقتصادي او مالي پايلو ته اوږه ورکړي. دغه خبره په چين کې د جي ۲۰ ډلې د ماليې وزيرانو د غونډې په وروستۍ بيانيه کې راغلې ده.
ځنګلي اورونو په لاس انجلس کې ۱۵۰۰ کورونه ګواښي
د متحده آيالاتو په کليفورنيا آيالت کې ځنګلي اورونو د لاس انجلس ښار په شمال کې تقريبا ۱۵۰۰ کورونو ته ګواښ پېښ کړی دی. اور د جمعې په ورځ راوټوکېد او د اطفايې په خبره يوازې لس سلنه تر کنترول لاندې راوستل شوی دی. په سلګونو ځايي اوسېدونکو ګواښل شوې سيمې پرې ايښې دي.
شمسي الوتکه د ځمکې د کرې د پاسه وروستي پړاو ته وردانګي
ماجرا غوښتونکی، بېرتراند پيکار، د خپلې لمريزې الوتکې «سولار ايمپالس ۲» سره د ځمکې د کرې څخه د تېرېدلو وروستي پړاو ته مخه کړې ده. د ده ټيم په تيوتر کې ليکلي دي چې نوموړی د يکشنبې په سهار له قاهرې څخه ابو ظبۍ ته په لاره شو. د خرابې هوا او د الوتنې د ځينو بنديزونو له کبله دا تر ټولو ستونزمن پړاو دی.