له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په بروکسل کي د بریدونو د قربانيانو شمېر لوړ سوی
د بلجیم چارواکو ویلي دي چي د سه شنبه د ورځي په بريدونو کي د ټپيانو تعداد نور هم لوړ سوی دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو پراساس د بروکسل د هوايي میدان او ميترو په تمځای کي بريدونو ۳۰۰ انسانان زخمیان کړي دي. په قربانیانو کي جرمنيان هم شامل دي. په دغو حملوکي ۳۱ کسان ووژل سول. د پلټونکو په حواله د څلور بریدکونکو له جملې څخه درې یې پيژندل سوي دي.
د افغانستان په شمال کي د دوو ډلو مظاهرې
د افغانستان په شمال کي د دوو عکسونو پر کښته کولو باندي کشمکشونه د جنگ سرحد ته نژدې سوي دي. د فاریاب د پولیسو قومندان احمد جاوید بیدار، ویلي دي چي په دغه ولایت کي د بلخ د والي عطا محمد نور او جمهور رئيس د مرستیال عبدالرشید دوستم ۴۰۰۰ پلویانو ترمنځ اخ و ډبونه رامنځ ته سوي دي. په دې ترځ کي یو تن وژل سوی او پنځه نور ټپيان سوي دي.
ملگرو ملتونو په یمن کي د اوربند خبر ورکړی
د ملگرو ملتو د معلوماتو پراساس په یمن کي به د اپریل مياشتي له لسمي څخه اوربند نافذ سي. مخالفو اړخونو همدارنگه د سولي د خبرو پر پیلیدو باندي موافقه کړې ده. دغه خبري اتري به د اپریل پر ۱۸ په کویټ کي پيل سي. د یمن له پاره د ملگرو ملتو خاص استازي شیخ احمد، په نیویارک کي دا په یمن کي د تشدد د ختمیدو وروستی چانس بللی دی.
له ارجنټاین سره په اړیکو کي د نوي پیل غوښتنه
د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما، په ارجنټاین کي د خپل سفر پرمهال د دواړو هیوادونو د روابطو د نوي تنظیمیدو غوښتنه وکړه. اوباما د ارجنټاین له جمهوررئيس ماوریسسیو مارسي، سره په بوینس آیرس کي د ډوډی پر وخت د خپل نوي پیل اصلي اړخونه په دغه هیواد کي د بشري حقونو وضعیت سمیدل او بهرنۍ پانگوني ته اجازه ورکول وبلل.
د موصل ښار د بیرته نیولو عملیات پیل سوي
د عراق پوځ د بهرنيو ځواکونو په مرسته د موصل ښار د بیرته نیولو عملیات پيل کړي دي. له ډېر وخت راهيسي د دغو عملياتو تمه کېده. د پوځ په حواله په دې ترځ کي د موصول شاوخوا ډیري ناحیې نیول سوي دي. دا د نظامي عملیاتو لومړی پړاو دی چي حکومت غواړي د دغه هيواد له شمالي ښارونو څخه داعش وباسي. د داعش جنگیالیو دغه ښار په ۲۰۱۴ م کال کي ونيو.
د نیو زیلنډ وگړو په خپل بیرغ کي بدلون رد کړ
د نیو زیلنډ وگړي غواړي په خپل بیرغ کي برتانوی نښان پریږدي. په دې هکله د یوې ټولپوښتني مؤقتي نتیجه ښيي چي شاوخوا ۵۷ سلنه رایه ورکونکو د هغه د ایسته کیدو او هیواد نقره اي رنگه بیرغ پر ضد رایه ورکړي دي. د دغه ریفرانډم وروستي نتایج به په راتلونکې اوونی کي اعلان سي. دانو د نیوزیلنډ د صدراعظم جان کې له پاره یوه ماته ده، چي د برتانوي نښان د بدلېدو غوښتنه یې کوله.