له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
پاکستان: په هوایي بریدونو کې ۱۵ یاغیان وژل شوي
د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان پولې ته څیرمه په ناکراره قبایلي سیمه کې د هوایي بمباریو په ترڅ کې ۱۵ یاغیان وژل شوي دي. دغه پوځي عملیات دطالبانو او القاعدې د پخو سنگرونو د له منځه وړلو له پاره کیږي. د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په الوار، خار تنگي او مایزر سیمو کې تر سره شوي دي.
«تر ۸۰۰ زیات تندلارو سوریې او عراق ته سفر کړی»
د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې تر ۸۰۰ زیات تندلاري آلمانان عراق او سوریې ته تللي دي، څو دغو ځایونو کې له ترهگرو ډلو لکه «اسلامي دولت» سره یو ځای شي. د آلمان د جنایي چارو فدرال ادارې (BKA) ویاندې دغه څرگندونې د «وېلت» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره کړي دي. د هغې په خبره د دغو کسانو شا او خوا یوه پر دریمه برخه بیرته آلمان ته راغلي دي.
د سوریې حکومت اوربند منلی دی
د سوریې رژیم د امریکا او روسیې له لوري یو موافقه شوی اوربند منلی دی. دغه خبر د سوریې دولتي خبري آژانس ورکړی دی. متحده ایالات او روسیه د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د یوه اوربند په هکله توافق ته رسیدلي وو چې د شنبې له ورځې څخه نافذیږي. د هغو ملیشو پر ضد چې د ملگرو ملتونو له لوري د ترهگرو ډلو په توگه درجه بندي شوي دي به بریدونه ادامه ولري. خو ترکیه د دغه اوربند د عملي کیدو په هکله خوشبینه نه ده.
د مقدونیا پولې ته څیرمه سیمه له مهاجرو خالي کیږي
د یونان پولیسو د عیني شاهدانو له قوله نن د سه شنبې په ورځ له مقدونیا سره د سرحدي پولې په خالي کولو پیل کړی دی. د څارونکو په وینا په ایدومیني کې پولې ته څیرمه پراته کډوال د سرویسونو په واسطه انتقالول کیږي. مقدونیا د دوشنبې په ورځ په سفري شرایطو کې په څرگند ډول سختوالی راوست او یوازې سوریایانو او عراقیانو ته له خپلې خاورې د تیریدو اجازه ورکوي.
له اوکراین څخه د فساد پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر پر اوکراین باند غږی کړی دی چې د پراخ اختلاس پر ضد کلکه مبارزه وکړي. شتاین مایر نن د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه کیف کې د یوې لیدنې کتنې په ترڅ کې ویلي دي چې داسې یوه پالیسي باید موجوده وي چې پر اصولو ولاړه او د فساد پر ضد هیڅ ډول زغم و نه لري.