له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په فیجي کې توپان شل تنه وژلي دي
د فیجي هیواد په ټاپو گانو کې د موسمي توپان له کبله د نوو معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي. د دغه هیواد له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر ویلي دي چې کیدای شي دغه شمیر لا پسې لوړ شي. د هغه په خبره پولیس د لادرکه شوو کسانو په هکله د معلوماتو پر راټولو بوخت دي. د نادي هوایي ډگر بیرته خپل فعالیت پیل کړی او ښایي بهرني سیلانیان په بیړه له ټاپوگانو ولاړ شي.
هند: د آخ او ډب وروسته وضعیت په آرامیدو دی
د هند په شمال کې د جټ قبیلي له لوري د زیاتو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره د احتجاجونو په ترڅ کې د سخت اخ او ډب وروسته د دوشنبې په ورځ وضعیت په تدریجي توگه مخ په کراریدو دی. په هریانه ایالت کې احتجاج کوونکو بند کړي سړکونه او د اورگاډۍ پټلۍ یوه برخه د دوشنبې په ورځ بیرته آزاد کړي دي. تر دې د مخه ایالتي حکومت اعلان کړی وو چې د دوی غوښتنو ته به ځواب ووایي.
«سوریه ته د ځمکنیو عسکرو لیږل په اجنډا کې نه دي شامل»
د ترکیې د حکومت د معلوماتو له مخې اوسمهال د سوریې په کړکیچ کې د عسکرو د یوه ځکمني ماموریت پلان یې نه دی کړی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په انقره کې ویلي دي چې په دغسې یوه اقدام کې د ائتلاف ټول هیوادونه باید ونډه واخلي. چاوش اوغلو په انتقادي شکل ویلي دي چې په سوریه کې د یوه اوربند پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د روسیې له لوري هوایي بریدونه دي.
د آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران اوکراین ته سفر کوي
په اوکراین کې د یوه حکومتي کړکیچ په ترڅ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر او د هغه نوی فرانسوی سیال ژان مارک آیرو، نن د دوشنبې په ورځ کیف ته په گډه سفر کوي. د پخواني شوروي اتحاد دغه پخواني جمهوریت ته د دواړو د سفر موخه لویدیځ پلوه اصطلاحاتو ته ژمن پاتې کیدل دي. په پام کې ده چې د آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به د دغه هیواد له ولسمشر او همداشان له صدراعظم سره وویني.
منځني ختیځ ته د وسلو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی
په ستوکهلم کې د سولې د څیړنیز انستیتوت (SIPRI) د یوه تازه رپوټ له مخې د منځني ختیځ هیوادونو ته په تیرو څلورو کلونو کې په څرگند ډول ډیر تجهیزات وارد شوي دي. د «سپري» د رپوټ له مخې دغې سیمې ته له ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې د تیرو کلونو په پرتله کابو دوه پر دریمه برخه زیاتې وسلې استول شوي دي.