له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
امریکا غواړي ناټو د داعش ضد ایتلاف کې مستقیمه ونډه واخلي
امریکا غوښتي دي چې ناټو دې په مستقیم توګه د اسلامي دولت پر ضد ایتلاف کې ښکیله شي. په بروګسل کې د ناټو یوه ویاند ویلي دي چې اوس د ناټو غړي هیوادونه پر دغه شان یوې غوښتنې باندې د بحث په حال کې دي. په ځانګړې توګه د آواکس آلوتکو د برابرولو غواښتنه شوې ده. که د ناټو غړي په دې اړه یوه توافق ته ورسیږي، نو تمه کیږي چې آلماني سرتیري به هم د دغه ماموریت برخه وي.
د طالبانو استازې د سولې په اړه یوه کنفرانس کې ګډون کوي
افغان طالبانو د جمعې په ورځ وویل چې د قطر دفتر غړي به یې د بګواش شورا له خوا د افغانستان د سولې په اړه په یوه جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي. کنفرانس به د قطر په دوحه کې جوړ شي چې هدف یې د افغانستان روان کړکیچ ته د حل لارې موندل دي. له بلې خوا بیا د افغان حکومت د اجراییه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې کنفرانس کې به حکومتي چارواکي ګډون و نه کړي.
اسلامي دولت په مصر کې د چاودنې پړه پر غاړه اخیستې ده
د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د مصر اهرام ته نزدې د پنجشنبې ورځې د بمي چاودنې پړه پر غاړه اخیستې ده. په دې برید کې د شپږو تنو پولیسو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي. برید یو شمیر نور کسان ټپیان کړي هم دي. دغه بم د مصر مشهوره اهرام ته نزدې یوه واټن کې چاودیدلی دی. د پولیسو په خبره په دې سیمه کې د اخوان المسلمین منعه شوي ګوند د وسلو د یوه ګدام پر ضد عملیات شوي وو.
د عراق د وسلو په تور بازار کې آلماني وسلې موندل شوي دي
د آلمان د «نارد ویست دویچه» راډیو د څیړنې له مخې د عراق د کرنشین سیمې په تور بازار کې آلمانۍ وسلې پلورل کیږي. د دغه رپوټ په حواله دا هغه وسلې دي چې د آلمان فدرال دولت کردي خومختاره جنګیالیو ته ورکړې وې. د NDR راډیو ویلي دي چې خبریالانو په اربیل او سلیمانیه ښارونو کې G3 ډوله ټوپکونه او P1 ډوله تومانچې موندلې دي چې ورباندې د آلمان پوځ نښانې حکاکي شوې وې.
اوباما په لندن کې د سوریې له کنفرانس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی
امریکا متحده ایالاتو په لندن کې د سوریې له کډوالو سره د مرستې په کنفرانس کې د پام وړ ونډه اعلان کړې ده. په برلین کې د آلمان حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دغه موضوع د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د تیلفون له لارې له انګلا میرکل، سره په خبرو کې کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي دي چې سږ کال له ۲۲ میلیونه جګړه ځپلو سوریانو سره د مرستې په موخه اووه میلیارده یورو ته اړتیا شته.
کریستین لاگارد د دویم ځل له پاره د نړیوال بانک مشري ته نومول کیږي
د پیسو نړیوال صندوق مشره کریستین لاګارد، د دویم ځل له پاره د دغه سازمان مشرې ته نومول کیږي. دا موضوع د فرانسې راډیو بیان کړې ده. تر دې مخکې آلمان، بریتانې او فرانسې د لاګارد له نوماندي خپل ملاتړ اعلان کړی وو. نړیوال بانک به د چهارشنبې په ورځ په رسمې توګه د دې مهم پوست پر سر سیالي پرانیزي. د لاګارد اوسنۍ کاري دوره د روان کال په جولای میاشت کې پای ته رسیږي.
ترهګرو په موګادیشو کې پر یوه هوټل برید کړی دی
د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې له چاودیدونکو موادو یو ډک موټر د لیدو ساحل په یوه هوټل کې چاودیدلی دی. تر چاودنې وروسته څو تنو یاغیانو د هوټل پر ودانۍ باندې ډزې کړې دي. پر دې سربیره دې هوټل ته نزدې پروت یو رستورانت هم تر برید لاندې راغلی دی.