له جگړې د افغانانو تېښته
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سهشنبهملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د «يوځايي حرکت» په اړه راپور کي ويلي دي چي د روان مېلادي کال د اپريل مياشتي تر ۳۰ نېټې پوري دغي ادارې ۳۷۲۹۴ کورنۍ شمېرلي دي چي په هيواد دننه کي تېښتي ته مجبوره سوي دي.
په راپور کي راغلي دي چي که دغه هره کورنۍ په متوسط ډول ۷ کسان وشمارل سي، نو شمېر به ئې نژدې ۲۶۰۰۰۰ انسانانو ته ورسيږي.
په ۲۰۱۵م کال کي ۳۸۴۴۸۰ وگړي د جگړو او زورزياتيو له وجي له خپلو کليو او بانډو نورو سيمو ته تېښتي ته اړ سوي دي. دې توپير ته په کتو سره نو د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۹۶ سلنه ډېرښت ښيي.
راپور ليکي چي د تښتېدلو کسانو ۶۱ سلنه کوچنيان دي. په ټوليزه توگه په افغانستان کي د بې ځايه سوو يا کورني مهاجرو شمېر ۱،۲ ميليونو کسانو ته رسيږي.
ملگرو ملتونو گواښ کړی دی چي له دوغو کسانو سره د نړيوالو مرستي په وروستۍ مرحله کي دي.
د ۲۰۱۴م کال په وروستيو کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هيواد کي وسله وال زورزياتي ورځ تر بلي زور اخيستی.
نژدې يوه مياشت مخکي د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملیاتو له پيلېدو سره د جگړې لمن نوره هم پراخه سوې ده.