1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جهادي ډلو سره د افریقايي ځوانانو د یوځای کیدو لاملونه

۱۳۹۶ شهریور ۲۲, چهارشنبه

ځيني ځوان افریقایان په دې هیله دي چې سخت دریځي به له دوی سره د بې وزلۍ، ناهیلۍ او له خفګانه په وتلو کي مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ خبرداری ورکوي چې دغه ستونزه د پراخیدو په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/2js9n
Al-Shabaab Kämpfer in Somalia
انځور: Getty Images/AFP/M. Abdiwahab

له ډیري مودې راهیسې خدیجه حاواجه ګامبو له یوې نا راحته پوښتنې د ځواب په لټه کې ده او هغه دا چې: د سخت دريځه اسلامپاله ډلو لکه بوکو حرام سره د ځوان افریقايي مسلمانانو یوځای والي ترشا څه دلیلونه دي؟ خدیجه چې د نایجیریا د بشري حقونو فعاله ده، له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې هکله وویل چې «ګڼ شمیر ځوان نایجریایان دومره ناهیلي دي او په بې صبرۍ سره شیبې شمارې چې څنګه له دې ستونزې څخه ځانونه خلاص کړي.» د بشري حقونو یادې فعالې همدا راز وویل چې ځینې د حل لار نه مومي او له همدې امله له ټولني سره د دوی غوسه، سخت دریځي او ناهیلي پراخیږي. هغه یادونه کوي چې همدغه څه د سخت دریځۍ او فراطیت پیل دی.

خدیجه حاواجه مسلمانه ده او د نایجریا د مرکز د جوس په نامه ښار اوسیدونکې ده. تیر کال دغه ښار بوکو حرام ترهګرې ډلې د خونړیو بریدونو شاهد وو. له ۲۰۱۱م کال راهیسې، هغه دې ته اړ شوي چې له ۱۷ زره څخه د زیاتو داسې نایجریايي قربانیانو ملاتړ وکړي چې جهادي ترهګرۍ ځپلي دي.

د نایجیریا په ځانګړي ډول شمال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه کسان د ترهګرۍ له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. میرمن ګامبو د تنکیو افریقايي ځوانانو له لوري د ګڼ شمیر ځانمرګو بریدونو له امله چې په ځینو مواردو کې يې کم سنه هلکان کوي، په شوک کې ده. دغه راز بریدونه د بوکو حرام ترهګرې ډلې له خوا د سخت دریځه اسلام په نامه کوم چې دغه ډله یې تبلیغ کوي، ترسره کیږي.د ملګرو ملتونو څیړنه: د مذهب اغیز نه لیدل کیږي

نایجیریا د افریقايي هیوادونو له ډلې څخه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افراطي اسلامپاله ترهګرو له ستونزې سره لاس او ګریوان دی. د رپوټ په حواله د نایجیریا په شمالي برخه او څیرمه سیمو کې پر بوکو حرام ډلې سربیره، د الشباب په نامه یوه بله ترهګره ډله هم له کلونو راهیسې د سومالیا د کنټرول له پاره مبارزه کوي. په مالي کې پر نورو ډلو سربیره، د القاعدې شبکې یوه څانګه هم فعالیت لري. د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله په افریقا کې د ۲۰۱۱م کال او ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې شاوخوا ۳۳ زره انسانان د سخت دریځو د تاوتریخوالي قربانیان دي.

د ملګرو ملتونو دغه رپوټ همدا راز موندلې چې په افریقا کې ځوان مسلمانان د بې وزلې او د فرصتوتو د نه شتون په پرتله د مذهبي لاملونو له امله لږ سخت دریځه کیږي. د «افریقا د سخت دریځي سفر» تر نامه لاندي د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې یا (UNDP) دوه کاله هڅې وکړې او په دې لویه وچه کې یې د سخت دریځو ډلو له پخوانیو شاوخوا ۵۰۰ غړو سره مرکې او خبرې کړي.

خدیجې حاواجا ګامبو دغه ۱۲۸ پاڼیزه څیړنه لوستې او د لیکونکې له موندنو سره موافقه ده. هغه په دې باور ده چې هغه څوک چې په ریښتیني اسلام خبر وي په دې پوهیږي چې د بوکو حرام له خوا تبلیغ کیدونکې د اسلام سخت دریځه بڼه غیر اسلامي ریښه لري. هغه وايي: «هر څومره چې یو څوک په اسلام لږ وپوهیږي، په هماغه اندازه دوی د ترهګرو ډلو د نفوذ له پاره اسانه وي.»

داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو دغه رپوټ د ګامبو له نظریې ملاتړ کوي. په رپوټ کې راغلي چې «هغه کسان چې په اسلام نه پوهیږي دوی د اسلام په نامه د دې [ترهګرو] ډلو له خوا په وړاندې شوي هرڅه باور کوي.»

یادې څیړنې همدا راز موندلې ده چې د پوښتل شوو کسانو له ډلې څخه ۵۷ سلنه یې د اسلامي ارزښتونو په هکله یا لږ او یا هم هیڅ نه پوهیدل. د دې څیړنې د موندې په حواله، د شپږ او یا له دې هم د ډیر وخت مذهبي زده کړې د سخت دریځۍ دغه کچه بیا ۳۲ سلنه ته راټیټوي.ځوانان د سخت دریځو د فصاحت ښکار

د رپوټ لیکوال خلاصه کوي چې په دې راز ترهګرو ډلو کې د جلب او جذب تر شا عام مذهبي تعصب نه شته، بلکي په زیاترو پیښو کې یو نا هیلي، انزوا شوی او داسي یو کس چې احساس کوي چې ټولو ورته شا ګرځولې، په دې راز ډلو کې غړیتوب ترلاسه کوي.

بل لوري ته بیا په مومباسا کې میشت د افریقا د بشري حقونو له سازمان (حاکي) څخه سلما حیمید وايي چې «ځوانانو ته د پیسو او کار ژمنې ورکول کیږي او دوی فکر کوي چې له دې راز ډلو سره په یوځای والي به د دوی ژوند ښه شي او دوی به وکولای شوي له خپلو کورنيو سره له مالي اړخه مرسته وکړي.»

نوموړې هم په دې نظر ده چې له دې راز جهادي ډلو سره د ځوانانو د یوځايوالي ترشا د مذهبي او فکري فکتورونو په پرتله اقتصادي اړخ یې ډیر دی.  نوموړې هم د افریقا له پاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د مشر عبدالایي مار دیي د نظریې ملاتړ کوي. نوموړي د افریقايي هیوادونو له پاره دغه رپوټ د یوه ویښوونکي سیګنال په توګه یاد کړی.

میرمن حیميد چې د ځوانانو غورځنګونو او اسلامپالني په هکله له کلونو راهیسې مطالعه کوي او وايي چې د دې له پاره چې د سخت دریځو له خوا په راتلونکې کې د جلب او جذب مخه ونیول شي وايي چې د دې کار له پاره د ځوان افریقایانو له پاره اقتصادي پرمختګونه ډیر اړین دي.

نوموړې هم ځوانو افریقایانو ته یو پیغام لري: «په دې راز دامونو کې مه لویږئ! دا غلطه لار ده.» میرمن حیمید هم په افریقا کي د معلوماتي مرکزونو د جوړولو پلوي کوي، څو په دې توګه وکولای شي چې له اسلامپاله سازمانونو څخه ځوانان وایستل شي او یا هم له دې راز ډلو سره د یوځای والي مخه ونیول شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):

Boko Haram Kämpfer
د بوکوحرام ډلهانځور: picture alliance/AP Photo
Townhall-Debate "Migration Dilemma" in Jos, Nigeria
خدیجه حاواجا ګامبوانځور: DW/H. Fischer