1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه د ځينو افغانانو د بیرته ستنولو پر پریکړي ټينگار

۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبه

آیا هغه افغان مهاجر چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي باید خپل هیواد ته واستول شي؟ د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې دا په اوس وخت کې هیڅ امکان نه لري. خو د صدراعمظې د دفتر رئیس بیا بل ډول نظر لري.

https://p.dw.com/p/2YRAo
Deutschland Peter Altmaier beim Integrationsforum in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/C. Sabrowski

د آلمان د صدراعظمي د دفتر مشر او د مهاجرو د چارو همغږی کوونکي پیتر التمایر، په برلین کې د مهاجرت د سیاست په اړه جوړ شوي سمپوزیم کې وویل چې تیرکال شاوخوا ۳۰۰۰ افغان مهاجر پخپله خوښه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړه: «که چیري هلته امن ځایونه نه وای، نو دوی (مهاجرو) به هیڅکله داسي نه وای کړي.»

التماير وویل که څه هم افغانستان په یو مشکل حالت کې دی او په ځینو برخو کې یې کورنۍ جګړه حاکمه ده، ترهګریز بریدونه کیږي، ښځې او مذهبې لږکۍ له زور زیاتي سره مخامخ دي، خو د هغه په خبره د بیرته ستنولو په پروسه کې دا ټول فکتورونه په پام کې نیول کیږي.

د آلمان د صدراعظمي د دفتر رئيس او د مهاجرو د چارو همغږې کونکي ټینګار وکړ: «داسی نه ده چې دوی په سادګۍ سره افغانستان ته اخراجیږي.»

هغه په دې اړه د توضحاتو په ترڅ کې وویل چې په آلمان کې د افغان مهاجرو د خونديتوب کچه ډیره لوړه ده، او دغه هیواد په نړۍ کې د مهاجرو په برخه کې په محدودیت لګونکو هیوادونو کې نه شمیرل کیږي.

التمایر زیاته کړه چې په همدې منځ کې په ځانګړي توګه افغان ځوانان د آلمان په هره برخه کې د کار کولو او راتلونکي ته د امیدوارۍ چانس لري.

افغانان هو، سوریایان نه

تیره اونۍ له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو د ډله اېز اخراج دریم پړاو هم ترسره شو. دا کار د بشري حقونو د فعالانو او د حکومت د اپوزیسیون ګوندونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو. همدارنګه د المان یو شمیر ایالتونو هم د افغان مهاجرو له بیرته ستنولو څخه انکار وکړ.

التماير وویل چې سوریې ته به مهاجر اخراج نه شي. د هغه په خبره هلته نږدې هر څه لمنځه تللي دي او په اوس وخت کې د یوه مطمئن ژوند چانس هیڅ نه شته.

هغه زیاته کړه: «زه فکر نه کوم چې موږ به په دې نژدې وخت کې د سوریایې مهاجرو پر بیرته اخراج فکر وکړو.»

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: