له بې اسناده مهاجرو سره د مرستي هڅي
۱۳۹۶ خرداد ۱۰, چهارشنبهد روان کال د جون میاشتي پر ۲۲ نیټه د مرستندویه سازمانونو، کلیساګانو او آلمان د ناحیو کارپوهان په فرانکفورت کې سره را ټولیږي. دوی د هغو انسانانو په هکله بحث کوي چې اسناد نه لري او په غیر قانوني توګه په آلمان کې ژوند کوي.
مارکوس برویر، چې د دغي غونډي یو له جوړونکو څخه دی په دې اړه د پروتيستان د رسنیزو خدماتو آژانس ته وویل: «د دغو انسانانو ادغام له یوه خنډ څخه له ټوپ وهني سره برابر دی. بې اسناده انسانان غالباً له داسې دیوالونو سره مخامخ کیږي چې د تیریدو نه وي»
نوموړی زیاتوي چې دغه کسان تقریقاً تل د ګډ ژوند په برخه کې له برابرو حقونو څخه محروم پاتيږي. د برویر، د څرګندونو پر بنسټ له دې لیدنې کتنې څخه هدف دا دی چې د اړونده ادارو، غیر دولتي سازمانونو، کلیساګانو او اتحادیو تر منځ یو ډیالوګ ته لاره هواره کړي، هغه ډلې چې هره ورځ د داسې انسانانو له ستونزو او اړتیاو سره سرو کار لري.
مارکوس برویر ټینګار کوي: «د دغو کسانو د حقونو او اړتیاو له مختلفو ابعادو سره د چلند د لارو چارو په هکله باید واضح او ښکاره خبري وشي.»
د دوی په پروګرام کې روغتیایې خدماتو ته د لاسرسي په هکله ورکشاپ، د ګډون کونکو ویناوې او په پای کې د کارپوهانو یو ګردی میز په پام کې نیول شوی دی.
دغه غونډه په فرانکفورت کې د فرهنګي غونډو په تالار "هاوس ام دوم" کې د ( موږ یې هم تر عهدې وتلی شو) «Wir schaffen (auch) das! تر شعار لاندی جوړیږي.
(dpa,afp/SN)
زموږ له ارشيف څخه: