له برېښنا شرکت سره ۲۰۰ ميليونه ډالره مرسته
۱۳۹۱ اسفند ۲۸, دوشنبهد برېښنا شرکت رئیس عبدالرازق صمدي وايي په دغو پیسو به له ترکمنستان څخه د اندخوی، شبرغان او مزار شریف له لارو پلخمري ته۵۰۰ کیلوواټه برېښنا انتقال شي.
دغه راز دا پیسې پکتیا او لوګر ولایتونو ته د برېښنا رسولو په برخه کې هم لګول کیږي:
"په دې۲۰۰ میلیونه ډالرو کې د لوگر او پکتیا ولایتونو له پاره دوې نوري ستري پروژې هم شاملي دي، چې د دواړو ولایتونه له پاره د برېښنا یوه ګډه شبکه جوړیږي او د هر ولایت په مرکز کې یو یو سب ستېشن هم په پام کې نیول شوی دی."
ښاغلی صمدي زیاتوي، د دې۲۰۰ میلیوني پروژې د تطبیق چارې پيل شوي دي او تمه ده چې تر ۲۰۱۶ کاله پوري به بشپړه شي.
هغه وايي دمګړۍ له پلخمري او کابل څخه د افغانستان پر نورو ولایتونو برېښنا وېشل کیږي چې ډیر ژر به په دغو دواړو ښارونو کې د برېښنا په پیاوړي کولو سره غزني ولایت ته هم د برېښنا مزي وغځول شي.
ده د آسیا پراختیايي بانک له مرستو مننه وکړه چې په وینا یې دغه بانک، په هېواد کې د برېښنايي پروژو د تطبیق په برخه کي رغنده مرستې کړي دي.
په همدې حال کې په کابل کې د آسیا پراختیايي بانک مشر جوجي تکاشي هم په افغانستان کې د برېښنا پراختیا ته هیلمن دی او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به نوري مرستې هم وکړي:
"له افغانستان سره د یوه شریک په توګه نه د یوه ډونر، ځکه زه د ډونر له کلمې څخه کرکه لرم، د یوه شریک په توګه مو د برېښنا په برخه کې ډیر پرمختګ کړی دی."
د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکې وايي چي اوسمهال د افغانستان۴۰ سلنه وګړې د برېښنا له نعمت څخه برخمن دي چې له ترکمنستان څخه د دې۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په رارسیدو سره به نیږدې۷۰ سلنه افغانانو ته برېښنا ورسیږي.
هاخوا د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي بیا د برېښنا له اوسنیو خدمتونو خوښ نه دي او وخت ناوخت د برېښنا له پرچاويو څخه شکایت کوي.
دغو اوسیدونکو له دويچه ویله سره په خبرو کې د برېښنا د بيو له لوړوالي هم سر وټکاوه.
سره له دې چې افغانستان د ۳۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري خو بیا هم دغه هېواد د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران څخه راواردوي.