1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه لس زره امریکایي سرتیري وتلې دي

۱۳۹۰ دی ۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو پوځي چارواکو ویلي چې د بارک اوباما هغه ژمنه چی د ۲۰۱۱م کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل لس زره سرتیري وباسي د کال د پای څخه کابو یوه اونۍ د مخه عملي شوه.

https://p.dw.com/p/13YDD
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا، په افغانستان کې سرتیرو ته د وینا په وخت.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا، په افغانستان کې سرتیرو ته د وینا په وخت.انځور: dapd

د پلان له مخې د پوځونو راویستل د جګړې د کمولو لپاره لمړی ګام بلل شوی او په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به د افغانستان څخه ټول بهرني جنګي سرتیري راووځي او د ټول هیواد په کچه به د امنیت مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

دا پداسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې د عراق څخه هم ټول امریکایي ځواکونه ووتل. او د دغه هیواد څخه د امریکایي ځواکونو وروستی قطار د کویت هیواد ته رسیدلی دی.

د چارواکو په وینا اوس په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۹۱ زره تنو ته راټیټ شوی، پداسې حال کې چې د روان کال د جون په میاشت کې دغه شمیر یو سلو لس زرو تنو ته رسیده.

د ۲۰۰۹م کال د دسمبر په میاشت کې بارک اوباما اعلان وکړ چې د طالبانو د ځپلو او د جګړې په ستراتیژې کې د بدلون راوستلو په موخه نور ۳۳ زره اضافي سرتیري افغانستان ته لیږي.

خو شپږ میاشتې د مخه اوباما اعلان وکړ چې په افغانستان کې جګړه په سړیدو ده او د افغانستان څخه به د ۲۰۱۲م کال تر دوبي ۳۳ زره سرتیري راوباسي چې په لمړي پړاو کې به د ۲۰۱۱م کال تر پایه ۱۰ زره سرتیري راووستل شي.

خو په امریکا کې د اپوزیسون له لوري د اوباما دغه پلان له نیوکو سره مخامخ شوی وو او ویلي یې وو چې د پوځونو دومره ډیر شمیر او په بیړه راویستل به ښې پایلې ونه لري.

افغانستان ته تیره اونۍ د یوه سفر په ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزير، لیون پنیټا، څو وارې دا خبره خبریالانو ته تکرار کړه چې امریکا اوس په جګړه کې یو مهم پړاو ته رسیدلی ده.

هغه د خپلو خبرو په ادامه کې وویل، په حقیقت کې ټولې هغه قربانۍ چې تاسو ورکړې، بې ځایه نه دي او هرومرو ګټه کوي او پدې سره مونږ په سمه لار روان یو او مونږ به په افغانستان کې دغه سخته مبارزه خامخا ګټو.

دا پداسې حال کې ده چې د پاکستان پولې ته څیرمه د افغانستان په ختیځه برخه کې تاوتریخوالی لا هم روان دی. د دې سربیره په دولت کې اداري فساد، کمزوری اقتصاد او د افغان پوځ په اړه دا اندیښنې چې د ناټو څخه وروسته به وکولای شي چې په ټول هیواد کې امنیت ټینګ کړي هغه ننګونې دې چې دولت ورسره مخامخ دی.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم