1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو حکومت تمویلوي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

د افغانستان د بیارغاونې د چارو څارونکې اداره یا سیګار تازه رپوټ کې ادعا کړې چې له افغانستان سره کېدونکي بشري مرستې د طالبانو حکومت تمویلوي. طالبان چاته حساب ورکوي؟

https://p.dw.com/p/4N52C
سږ کال ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي
سږ کال ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ ديانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/ Getty Images

سیګار یا د افغانستان د بیارغاونې د چارو څارونکې ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو له پاره ۸ میلیارده ډالر بیل کړي دي.

د سیګار د ۲۰۲۲م کال د نوامبر میاشتې د رپوټ په حواله چې له دې پیسو ۱،۱ میلیارد ډالر لا وړاندې لګول شوي هم دي.

د دې ادارې په تازه رپوټ کې نېوکه شوې ده چې په دغو پیسو د طالبانو حکومت تمویلیږي.

واشنګټن/د افغانستان د بیارغاونې د چارو څارونکې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو
واشنګټن/د افغانستان د بیارغاونې د چارو څارونکې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکوانځور: Charles Dharapak/AP Photo/picture alliance

د رپوټ له مخې، طالبان له افغانستان سره له مرسته شویو پیسو د «مالیي، مرستندویه بنسټونو ته جواز او اداري لګښتونو» په بڼو ګټه اخلي.

سیګار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د ملګرو ملتونو ادارې او نادولتي موسسو د اړتیا پرمهال د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره رسمې راکړې ورکړي ترسره کوي.»

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي دي چي په دغو پیسو هغه حکومت تمویل او پياوړی کیږي چې د ښځو پر کار او زده کړو یې بندیز لګولی او ترڅنګ یې نورې بشري آزادۍ هم محدودي کړي دي.

اړوند مطالب:له افغانستان سره تر یوه میلیارد ډالرو زیاتو بشري مرستو ژمنه

د چارو یوشمېر کتونکي وايي، که له یوې خوا له افغانستان سره روانې بشري مرستې په سمه او شفافه توګه اړمنو کسانو ته نه رسیږي، له بل لوري طالبان هم د دې مرستو حساب نه ورکوي.

 په ترکیه کې افغان کارپوه ډاکټر هاشم دانش دویچه ویله ته وویل: «په ښکاره ډول ویلی شم دا کومکونه امریکایان اګاهانه کوي او د طالبانو د حکومت د تمویل له پاره یوه غیر مستقیمه لاره ده.»

د ښاغلي دانش په وینا دا پیسې د بشري مرستو په نوم طالبانو ته ورروانې دي نو ځکه امریکا یې د څارونکو او د شفافیت نورو خپلواکو ادارو ته په اړه د پلټنو اجازه نه ورکوي.

اړوند مطالب:امریکا افغانستان سره خپلې مرستې له بندیزونو مستثنی کړې

دانش وویل امریکا د جمهوریت له ړنګېدو راوروسته له افغانستان سره تر ۲ میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې خو د بشري ناورین په کنترول کې یې هیڅ اغیز نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: «دلیل یې دا دی چې د مرستو له پاره سروې ګانې د بې طرفه کسانو له خوا نه کیږي او په سروې ګانو کې مستحق کسان نه په ګوته کیږي، دویمه خبره داده چې امریکا په بشپړ ډول پوهیږي چې دا پيسې په شفاف ډول نه مصرفیږي.»

امریکا د سیګار د دغه رپوټ په اړه په سملاسي توګه غبرګون نه دی ښودلی خو تردې وړاندې یې ویلي دي چې بشري مرستې د طالبانو حکومت ته نه ورکول کیږي.

د نړېوالو شمېرو له مخې سږنی ژمۍ شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانانو بیړنیو بشري مرستو ته اړ دي.