1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د مهاجرو د «تنظيم سوي اخراج» د قانون مهم ټکي

۱۳۹۸ فروردین ۲۹, پنجشنبه

د آلمان کابينې د چهارشنبې په ورځ د قانون په يوې مسودې سره د مهاجرو د اجراخ په برخه کي پر سختگيرۍ موافقه وکړه. د دې قانون اساسي ټکي څه دي او پناه غوښتونکي به له کومو محدويتونو سره مخ سي؟

https://p.dw.com/p/3H2P5
Deutschland Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د ارزوني له مخي، ډيری هغه مهاجر چي بايد اخراج سي، پټيږي او د اخراج پروسه يې ناکامه کيږي.

تمه کيږي چي دغه قانون چي د آلمان کابينې تيره ورځ پرې موافقه وکړه، په دغه وضعيت کي به اساسي بدلون راولي. دغه قانون چي د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر له خوا وړانديز سوی دی، پکښې مهاجرو ته سختي مقررې په پام کي نيول سوي دي. پر دې سربيره د آلمان د حکومت کابينې د مهاجرو د سياست په برخه کي يو لړ نوي قوانين هم تصويب کړل.

د دغه قانون مسودې ته عمومي نظر:

د اخراج په موخه بند

د دغه قانون پر اساس چي زيهوفر وړاندي کړی دی، که په هغو توقيفځايونو کي چي د اخراجي مهاجرو له پاره په پام کي نيول سوي دي د يوه مهاجر د ساتلو ځای نه وي، دغه مهاجر بايد عادي زندانونو ته ولېږل سي، هغه ځای چي محکوم سوي کسان پکښې د خپل جرم د سزا وخت تيروي.

خو منتقدان وايي چي په دې کار سره، د پناه غوښتني او جزايي قوانينو ترمنځ هر ډول توپير له منځه ځي.

د دغه قانون پر اساس، د هغو مهاجرو نيوني بايد اسانه سي چي له دې هيواد څخه په اخراج مکلف دي. په دې خاطر نو په اصطلاح د «تېښتي خطر» لمن پراخيږي او هغه پناه غوښتونکي چي په مکرره توگه خلاف اعمال کوي او يا مشخص يا ثابت ادرس و نه لري، نو د تيښتي د خطر په سبب يې د نيولو او له آلمان څخه د اخراج پروسه آسانه کيږي.

که په اخراج مکلف يو مهاجر د مصاحبې له پاره د خپل هيواد سفارت ته حاضر نه سي، د هويت د تثبيت په برخه کي د نه همکاري په خاطر يې د نيولو امکان سته. دې ډول توقيف ته د «نه همکار په خاطر نيولو» نوم ورکړل سوی دئ. تر هغه وروسته هغه د خپل هيواد سفارت يا قنسولگرۍ ته انتقاليږي، څو د اخراج پروسه يې پر مخ ولاړه سي.

د قانون په دې مسوده کي، د هغو کسانو له پاره چي خپل هويت يې پټ ساتلی وي يا په دې برخه کي يې دروغ ويلي وي يوه حقوقي برخه په پام کي نيول سوې ده او په دې اساس هغوی ته «د نامشخص هويت لرونکو کسانو له پاره دولدونگ» سند په پام کي نيول سوی دئ.

که يو پناه غوښتونکی معتبر پاسپورت يا د هغه عوض سند و نه لري، بايد هر هغه لازم کار وکړي چي يا پاسپورت يا د هويت پاڼه ترلاسه کړي. که نه نو کيدای سي هغه په نغدي جریمه محکوم سي. پر هغه سربيره د کار ممنوعيت او يا په يوه ځانگړې سيمه کي د هغه د سکونت محدويت هم سته.

مجرمان

د دغه قانون د مسودې پر اساس، هغه څوک چي په مکرره توگه خلاف اعمال کوي، بايد اخراج او په دايمي توگه يې آلمان ته د بیا راتگ مخه ونيول سوي. که يې د اخراج امکان نه وي، دغه کسان باید تر څار لاندي وي او هر وخت پوليسو ته حاضري ورکړي.

دولتي مرستي (سوسيال)

هغه پناه غوښتونکي چي د اروپايي ټولني په يوه بل هيواد کي يې محافظت تر لاسه کړی وي، بايد د دولتي مرستو د ترلاسه کولو حق و نه لري، بلکي يوازي بايد هغه پيسې ورکړل سي چي ياد کس بيرته خپل ځان هغه اروپايي هيواد ته په ورسولای سي چي لوړی ورته راغلی او د مهاجر په نوم هلته ثبت سوی وي. دغه مالي مرسته يوازي يو وار ورکول کيږي.

پر هغو مهاجرو چي په يوه ځانگړې سیمه کي د سکونت اجازه لري او هلته نه پاتيږي، د پناه غوښتنه ځنډوي او يا د خپلو مالي سرچينو په اړه چپ پاتيږي، هم دولتي مرستي کميږي.

د اخراج په اړه اطلاع ورکولو په خاطر مجازات

د دغه قانون د مسودې پر اساس، که يو دولتي مامور يوه پناه غوښتونکي ته د هغه د اخراج په اړه خبر ورکړي، دغه عمل به د قانون خلاف وي او د مجازات او قضايي تعقيب امکان يې سته.

د پناه غوښتنلیکونو په اړه پريکړو ارزونه

د ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو په جريان کي د پناه غوښتنو په اړه د پريکړو د ارزوني مهلت له درو څخه پنځو کلونو ته تمديد سوی دئ. په دې اساس امکان لري چي يوه ورکړل سوې پناه تر ارزوني وروسته بيرته واخيستل سي.

د پناه غوښتونکو له پاره دولتي مرستي

د آلمان د کار وزير چي د قانون کومه مسوده تياره کړې ده، که تصويب سي نو پر هغو مهاجرو به دولتي مرستي لږسي چي تر ۱۳ کلنۍ لوړ وي. د بېلگې په توگه مهاجرو ته به نور د برق پيسې نغدي ور نه کړل سي. هغه پناه غوښتونکي چي په کمپونو کي ژوند کوي، د دې مسودې له مخي به لږ پيسې ورکول کيږي.

د ادغام کورسونه

د آلمان د کار وزير هوبرتوس هايل، له خوا په چمتو سوې مسوده کي راغلي دي، چي په راتلونکې کي به هغه مهاجر چي د اقامت اجازه لري په آلمان کي تر ۹ مياشتو اقامت وروسته د ادغام يا هغه ژبي د زده کړي په کورسونو کي د داخليدو اجازه لري چي د مشخصو شغلونو د زده کړي له پاره وړاندي کيږي. البته هغوی ته په هغه صورت کي اجازه ورکول کيږي چي د آلمان د کارموندني په آژانس کي د کار په لټه کي يې نوم ثبت وي.

m.e/a.j/N.z (AFPD)

زموږ له ارشيف څخه: