1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه اخراج سوي مهاجر کابل ته ورسېدل

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

د کابل د هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي له جرمني څخه اخراج سوي افغان مهاجر د چهارشنبې په سهار ور رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3Ob0E
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

افغان مامورينو ويلي دي چي په دغه الوتکه کي چي له آلمان څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلې ده ۳۱ مهاجر سپاره ول.

دا لا روښانه سوې نه ده چي دغه مهاجر د آلمان له کوم ايالت څخه اخراج سوي دي. خو دومره روښانه وه چي الوتکه يې له فرانکفورت هوايي ډگر څخه پرواز کوي.

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي له جرمني څخه د افغان مهاجرو ۲۷ ډله ايز اخراج وو.

د آلماني چارواکو په حواله په تيرو ۲۶ پروازونو کي ۶۴۵ نارينه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سوي ول.

له آلمان څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. په افغانستان کي اوس هم له وسله والو طالبانو او داعش سره جگړه روانه ده او هره ورځ انسانان وژل کيږي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، يوازي د روان کال په جولای مياشت کي تر ۱۵۰۰ ډيرو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا له ۲۰۱۷م کال راهيسي تر ټولو ستر تلفات دي.

په آلمان کي د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازول» د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرو پر پلان سوي اخراج سختي نيوکي کړي وې.

دغه سازمان ويلي ول، په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت سخت خراب دی، له دغه هيواد څخه په الوتکو کې ۲۷م وار ډله ایز اخراج ترسره کيږي. هغوی زياته کړې وه چې «جگړې او بحران ځپلي» هيواد افغانستان ته دي بالاخره اخراجونه ودرول سي.

(n.z/s.n(dpa