له آسماني ډبرو څخه د مځکي د دفاع ازمويني
د فضايي چارو کارپوهان تل د داسي آسماني اجسامو په لټه کي وي چي و مځکي ته د رانژدې کېدو يا حتی ورسره د ټکر امکان يې موجود وي. د ناسا او ايسا ادارې غواړي چي په او کالو کي په دې ترڅ کي ازمويني وکړي.
غبرګولي ډبري د توجه مرکز
د ايسا اداره غواړي چي په ۲۰۲۰م کال و ديدوموس نومي آسماني ډبري ته يوه سپوږمکۍ ولېږي. دغه ډبره ۸۰۰ متره قطر لري او يوه بله کوچنۍ ډبره هم ورسره ملگرې ده. دغه آسماني ډبري يوه کوچنۍ سپوږمکۍ بدرگه کوي.
پر آسماني ډبري ناسته
دغه سپوږمکۍ چي ورته د AIM نوم ورکړل سوی دی چي ديدوموس و مدار ته به ورداخله سي او د يادي ډبري پر سطحه به يو روبوت کښته کړي. دغه روبوت به بيا مځکي ته معلومات راليږي.
په نخښه کول او...
په ۲۰۲۲م کال به د غبرګولي ډبري دغه جوړه له مځکي څخه په تقريباً ۱۱ ميليونه کلومترۍ کي تېره سي چي په نسبي توګه ډېر ليري واټن نه دی. په دغه وخت کي به ناسا هغه کوچنی ډبره په نخښه کړي...
کړاپ....
په دغه وخت کي به و کوچنۍ ډبري ته يو ګوذار ورکول سي او په دې توګه به د هغې په مدار کي تغير راسي. پر دغه جوړه ډبرو ګردش کوونکې سپوږمکۍ به ډېر دقيق انځورونه بيا مځکي ته راولېږدوي. له دې څخه به څرګنده سي چي که يوه آسماني دبره د مځکي پر طرف راروان وي، نو ايا د هغه استقامت ته داسي تغير ورکول کېدلای سي چي د مځکي له پاره ګواښ له منځه ولاړ سي که څرنګه.
ډېره لويه ډبره
په آسمان کي ګڼ شمېر ډبري د حرکت په حال کي دي. په دوی کي بعضي داسي هم سته چي قطر يې څو کلومتره لوی وي. خو تر اوسه ساينسپوهانو داسي آسماني ډبره نه ده موندلې چي په راتلونکو ۱۰۰ کالو کي دي له مځکي سره ټکر وکړي.
ميترويت بې خطره نه دي
هغه لويه ډبره چي له آسمان څخه د مځکي پر لور راسي او پر مځکه راولويږي، ميترويت ورته ويل کيږي. که دغه ډبره لو وي ډېر زيات خطرونه رامنځ ته کولای سي.
ډېر نژدې
د ۲۰۱۳م کال په فبرورۍ مياشت کي ۱۳۰ زره ټنه آسماني ډبره چي 2012DA14 نومېده، و مځکي ته ډېره نژدې تيره سوه. هغې له مځکي څخه ۲۷۰۰۰ کلومتره فاصله لرله او په دې توګه تر ځينو سپوږمکيو لا و مځکي ته نژدې وه.
ډېر لوی ميترويت
نژدې ۶۵ ميليونه کاله دمخه د يوکاتان پر ټاپو يو ميتوريت ولګېد چي پر مځکه يې د ۳۰۰ کلومتره ډب جوړ کړ او ديناساوريا يې له مځکي ورک کړل.
توري ډبري
ميترويت د جوړښت له مخي د مځکي و ډبرو ته ډېر ورته يي، خو له دباندي خوا داسي معلوميږي لکه سوځلي چي وي. دغه سطحه هغه وخت رامنځ ته کيږي چي د مځکي و فضا ته د راننوتلو پر وخت دغه ډبره ډېره زياته ګرمه او باندنۍ سطحه يې ويلي سي.