لنډ خبرونه په متن او انځور کې
هند: د مودي گوند ښايي د عمومي ټاکنو گټونکي شي
د هند په ټاکنو کې د لومړي وزير نريندر مودي د بريا نخښې نښانې ډېري شوي دی. د «Times of India» ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې تر ټاکنو وروسته د تر سره شوې يوې نظر پوښتنې په حواله هندو ملتپال بهارتيا جنتا گوند ښايي په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړي. په ټاکنو کې د خلکو گډون بې ساری ۶۷،۴ سلنه ته رسيدلی. د مختلفو نظر پوښتنو په حواله د بهارتيا جنتا گوند په مشرتوب ائتلاف به د پارلمان د ۲۵۵ تر ۳۵۲ پورې څوکۍ وگټي.
کابل: د پوليسو پر پوستو بريدونو درې پوليس وژلي
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې وسله والو په کابل کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی او درې پولیس یې وژلي دي. د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، روښانه کړې ده چې د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې پیښه کې درې پولیس ټپیان شوي هم دي. د مجاهد په خبره برید کوونکو لومړی په دوغ آباد سیمه کې د پولیسو پوستې ته لاسي بمونه ور غورځولي او بیا یې په ډزو پیل کړی.په هلمند کې بيا یوه هوایي برید اووه ملکي وګړي وژلي دي.
د تاجيکستان په يوه زندان کې ۳۲ کسان وژل شوي
د تاجيکستان په يوه زندان کي د بنديانو د بلوا په ترڅ کي ۳۲ کسان وژل سوي دي. پاڅون د يکشنبې په ماښام د داعش ترهګرې ډلې محکوم سوو غړيو کړی وو. د تاجيکستان د عدليې وزارت د دوشنبې په ويلي دي چي په دغه پيښه کي د زندان اووه کارکوونکي په چړو وهل سوي دي او پر دې سربيره پاڅون کوونکو پنځه بنديان وژلي او ډير نور یې ټپيان کړي دي. د بنديانو په دغه بلوا کي د زندان روغتياي څانگي ته هم اور اچول سوی دی.
هواوې شرکت له جدي ستونزو سره مخامخ شوی
د چين د هواوی شرکت سره د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د مخالفت تگلارې د ځيرک تليفونو دا توليدونکی شرکت له جدي ستونزو سره مخامخ کړی. ياد شرکت په راتلونکي کې د لاسي تليفونونو د اندرويد چلیز سستم رسمي بڼې د کارولو اجازه نه لري. دا خبره د گوگل امريکايي شرکت ورکړی دی. دا په دې معنا ده چې د هواوې شرکت ځیرک تليفونونه به نور نوی رسمي ورژن نه ترلاسه کوي او نوي تليفونه به یې لږې ځانگړنې ولري.
د اوکراين نوي ولسمشر پارلمان منحل کړ
د اوکراين نوي ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د لوړې تر مراسمو سملاسي وروسته د پارلمان د منحلولو او نويو ټاکنو اعلان وکړ. ويل شوي چې ټاکنې به په دوو مياشتو کې وشي. زيلنسکي د دې تر څنگ وويل چې هغه به د هېواد په ختيځ کې له روسي پلوه بيلتون غوښتونکو سره له څو کلونو راهيسې د روان کړکيچ په ترڅ کې د اوربند د رامنځته کولو هڅه وکړي.
آلمانان د اروپا پر سياستوالو ډېر باور نه لري
د «برتلسمن» انستيتويت له خوا په ترسره شوې يوه نظر پوښتنه کې ويل شوي دي چې له يو په دريمه برخې څخه هم کم آلمانان د اروپا پر سياستوالو باور لري. دا د آلماني سياستوالو په اړه هم ملاحظات موجود دي خو په دې مورد کې مثبته ارزونه هم شتون لري. د آلمان ښاروالان او سيمه ایز سياستوال د ښاريانو له زيات اعتماد څخه برخمن دي.