لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«په افغانستان کې ۱۰۰۰ نور ښوونځي تړل شوي دي»
د رويټرز د يوه رپوټ په حواله د افغانستان د خرابې امنيتي وضعې له کبله په روان کې کال زر نور ښوونځي تړل شوي دي. د چارواکو په حواله دا شمير د تير کال په پرتله دوه چنده زيات دی چې د زده کړې په برخه کې يې مشکلات لا پسې ډير کړي دي. د زده کړې د برخې کارپوهانو ويره څرګنده کړې چې که د طالبانو روانه جګړه دوام وکړي نو په راتلونکي کال کې به وضعه نوره هم خرابه شي.
روسيه وايي د روان میلادي کال تر پای به د حلب جګړه يوې نتيجې ته ورسیږي
د رويټرز د يوه رپوټ په اساس روسيه په دې آند ده چې د سوریې د حلب د ښار جګړه به د روان ميلادي کال تر پای پورې يوې نتيجې ته ورسیږي. د روسیې د بهرنيو چارو د وزارت مرستیال میخايل بوګدانوف د يوې اړوندې پوښتنې په ځواب کې ويلي: «موږ دا هيله لرو». ده زياته کړې: «موږ بايد دا ترهګر په هماغه ډول وشړو لکه له موصل او رقه څخه چې وشړل شول.»
فعالان: له حلب څخه کابو ۷۰ زره انسانان تښتيدلي
د حلب د ياغيانو تر کنترول لاندې سيمه باندې د تیرو ورځو د پرله پسې بمباريو او جګړو له کبله کابو ۷۰ زره انسانان تيښتې ته اړ شوي دي. د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې ویلي چې له دوی څخه يې د ۳۰ زرو زياتو د کردي ځواکونو له خوا په کنتروليدونکو سيمو کې پنا اخیستې او کابو ۲۰ زرو هغو سيمو ته پنا وړې چې د سوريې د حکومتي ځواکونو په ولکه کې دي. د سيمې اوسيدونکو ویلي چې د حلب ښاريان سخت مايوسه او بيريدلي دي.
ميرکل هم د ترکیې سره د خبرو اترو د درولو طرفداره ده
د آلمان صدراعظمی انګلا ميرکل هم د ترکیې سره په اروپايي ټولنه کې د شامليدو په تړاو د خبرو اترو د درولو پلوي کړې. د ګوندي جناح د غونډې پر وخت دې د کودتا د هڅې وروسته د بې رحمه چلند له کبله د حکومت سره د نويو فصلونو د نه پرانستو خبره وکړه. د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ د ترکیې سره د خبرو اترو د درولو غوښتنه کړې وه. د ترکیې حکومت د دې په ځواب کې د اروپا سره د مهاجرو د تړون د لغوه کولو ګواښ کړې وو.
د آلمان په استخباراتي اداره کې يو اسلامپالې موندل شوی
د آلمان استخباراتي اداره په خپلو ليکو کې د يوه اسلامپالي تر موندنې وروسته په چټکې سره د دې د توضيح کولو له پاره هلې ځلې کوي. د دې ادارې مشر هنس یورګ ماسن وويل چې دا شکمن تن چې د سه شنبې په ورځ رسوا شو، پرته له دې چې څوک ورباندې پوه شي راډيکال شوې وو. دغه ۵۱ کلن په انترنت کې په جعلي نوم راډيکالې څرګندونې کړې وې او ځينې دولتي رازونه یې افشا کړي ول.
د کولمبيا سنا مجلس د سولې تړون تصويب کړ
په کولمبيا کې د حکومت او فارک ياغيانو ترمنځ د سولې تړون د سه شنبې په ماښام د سنا له خوا تصويب شو. د دې ترمخه په سنا مجلس کې د دې تړون د پلويان او مخالفانو ترمنځ څو ساعته اوږد بحث ترسره شو. د پخواني ښي اړخه محافظه پال ولسمشر الوارو اوريب د اپوزيسيون ګوند په رای ګيري کې ګډون ونه کړ. نن، چهار شنبه به د استازو مجلس هم د دې تړون په اړه رای ګیري کوي څو الزامي بڼه خپله کړي.
په آلمان کې د بې کارۍ کچه راټيټه شوې
د ښه اقتصاد له کبله په آلمان کې د بې کارۍ کچه يوې تاريخې ټيټې کچې ته رسیدلې ده. د آلمان د کار د فدرالي ادارې په حواله په نوامبر مياشت کې د بې کارانو شمير ۸۰۰۰ راټيټ شوې او په ټوليزه توګه دوه ميليون او ۵۳۲ زره کسان بۍ روزګاره دي. د دغه ادارې مشر فرانک يورګن وايزه په نورنبيرګ کې د دې ارقامو د وړاندې کولو پر وخت وويل چې د نويو کارکونکو تقاضا په دوامداره توګه لوړه ده خو استخدامولو پروسه پڅه شوې ده.