لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په مديترانه کې د ۲۵ مهاجرو مړي موندل شوي
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په حواله په مديترانه سمندرګي کې په يوه ربړي کښتې د ۲۵ تنو مهاجرو، ښځو او نارينوو مړي موندل شوي. ويل شوي چې له همدې کښتۍ څخه ۱۰۷ تنه ژوندي ژغورل شوي. د بې سرحده ډاکترانو د مديترانې څانګې ژوغورونکې ډلې د تويتر له لارې ویلي چې له ژغورل شويو څخه یې ۲۳ تنه په کيمیايي موادو سوځيدلي دي چې له دوی څخه يې ۷ تنه سخت ټپيان دي او د دوو څرخي الوتکې له لارې اېتالیې ته استول شوي دي.
د کالې «ځنګل» کې نور هيڅ مهاجر پاتې نه دي
د فرانسې د شمال کالې سيمې د مهاجر کمپ څخه د اور لګيدنې له امله ټول کډوال وتلي دي. د کالې د ښاروالې يوې چارواکې وويل چې دغه پنډغالې اوس په بشپړه توګه خالي دی. دا کمپ چې زياتره خیمې او کوډلې د مهاجرو له خوا په خپله درول شوې وې، څو ساعته پکښې لمبې بلې وې. له همدې کبله دا کمپ په بشپړه توګه تخليه کړل شو. د رسنيو استازو ته د کالې دې کمپ ته د «ځنګل» کمپ په نوم هم مشهور دی، داخليدو اجازه نه وه ورکړل شوې.
داعش ډلې په غور کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي
په غور ولايت کې د ترهګرۍ ډلې داعش شکمنو غړيو لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي. د غور والي وويل چې دغه کسان چې ماشومان هم پکښې شامل دي، د چهار شنبې په شپه وژل شوي دي. د داعش ډلې تر اوسه د دې پیښې پړه نه ده منلې. د والي په حواله ملکيان لومړۍ تښتول شوي ول او بيا د داعش ډلې د يوه قوماندان د وژل کيدو د غچ اخیستنې په توګه ووژل شول.
سوريه: هوايي بريد ۱۶ تنه ملکيان وژلي
د فعالانو په حواله د سوریې په شمال لويديځ ايالت ادليب کې دوو ښوونځيو ته څیرمه په هوايي بريدونو کې ۱۶ ملکيان وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار ټولنې نن، چهار شنبه وويل چې له وژل شويو څخه يې ۶ تنه زده کونکي دي. خو تر اوسه خپلواکه سرچينو دا رپوټونه نه دي تائید کړي. د سوریې د واکمن بشارالاسد هوايي ځواک او متحد يې روسيه، تل د ملکي تاسیساتو په بمبارۍ تورنیږي.
د آلمان د وسلې د صادراتو کچه لوړه شوې
د آلمان کابينې د وسلې نوی رپوټ تصويب کړ. د دې رپوټ په حواله د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د ۴،۰۳ ميليارد یورو په ازرښت د وسلې د صاداراتو جوازونه جاري کړل شوي. په دې توګه د وسلې د صادرات د ۲۰۱۵م کال د همدې مودې په پرتله لوړ دي. د حکومت په حواله په ۲۰۱۶م کال کې د صادراتو کچه الجزائر ته د يوې جنګي بيړۍ د ليږد له وجې لوړه شوې وه چې د توليد دنده يې په ۲۰۱۲م کال کې د پخواني حکومت پر وخت سپارل شوې وه.
سومالیا: الشباب ډلې يوه مهمه سيمه نیولې ده
د الشباب مليشو د سوماليا د سويل يوه د ستراتيژيکي پلوه مهمه سيمه نيولې ده. دغه ملیشې د حکومتي ځواکونو تر شا تګ وروسته د حبشې يا ايتهوپيا سرحد ته څيرمه د تيګلو سيمې ته ننوتلي دي. يوه سيمه ايز مشر وويل چې د موګادیشو د حکومت او همدا راز د ايتهوپيا د سولې ځواکونو د شپې دغه سيمه پريښې وه. دا سيمه د يوې مهمې لوې لارې پر سر پرته ده چې د باکول او هیران سيمې سره نښلوي.
اروپايي ټولنې په ترکيه کې د يوه ښاروال په نيولو اندیښنه څرګنده کړې
اروپايي ټولنې د ترکیې د جنوب ختيځ کُرد میشته ښار ديارباکير د ښاروال په نيولو اندیښنه څرګنده کړې. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولې او د ګاونډيانو سره د اړيکو د چارو کمیسار د «ډيرو ناآرامونکو» رپوټونو څخه خبره وکړه. دوی ویلي چې اروپاي ټولنه دا مني چې کارګر ګوند د هيواد امنيت ته يو «ستر ګواښ» دی. خو په عین وخت کې په دغه هیواد کې د قانون پر بنسټ ولاړ دولت مقررات او بنسټیزه آزادي بايد تضمين وي.