لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: د زهرجنو مټایانو د خوړو له امله ۲۳ تنه وژل شوي
په پاکستان کې د زهرجنې شیرینۍ (مټایانو) د خوړولو له امله ۲۳ تنه وژل شوي او نور ډیر ناروغه شوي دي. پولیس اټکل کوي چې ښايي دغه شیریني د نباتاتو د ناروغیو ضد درملو «پستیساید» باندې ککړه وه. د پنجاب د لیه سیمې د عمر حیات په نوم یوه تن تیره اوونۍ د خپل لمسي د پيدا کیدو په خوشاله کې په کلي کې دغه مټايي تقیسم کړې وه چې د خوړو له کبله یې لس کسان ځای پر ځای مړه شوي ول. خو نن د مړو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شوی.
اوباما په اروپا کې د یووالي او زغم غږ وکړ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د آلمان په هانور ښار کې د وینا پر مهال د یووالي او زغم غږ وکړ. اوباما په اروپا کې د ادغام د موفقیت یادونه وکړه او ویې ویل: «نړۍ یوې قوي او یو موټي اروپا ته اړتیا لري.» ده وویل چې دې لوې وچې په تیرو لسیزو کې ډير پرمختګ کړی. له دې امله باید د اروپايي مفکورې څخه د اروپايي ټولنې په اړه د شک درلودونکو په مقابل کې دفاع وشي.
یمن: د القاعدې پوخ سنګر حکومتي ځواکونو نیولی
د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف د یمن په جنوب کې د یوه تهاجمي برید په ترڅ کې ښايي د القاعدې د ترهګرې شبکې د ۸۰۰ زیات جنګیالي وژلي وي. د سعودي «ایس پي ای» دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړې چې په برید کې د دغه ډلې ډير شمیر مشران وژل شوي او ځيني نور بیا په تیښته بریالي شوي. د رپوټ په حواله یمني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د سعودي ائتلاف په هوايي ملاتړ د ملاکه ښار له دغو تندلارو څخه بیرته نیولی دی.
د شمالي افریقا د مهاجرو شمیر راکم شوی
په آلمان کې د مغرب د هیوادونو الجزایر، مراکش او تونس د مهاجرو شمیر ډیر راکم شوی دی. په جنوري میاشت کې د دغه هیوادونو څخه ۳۳۵۶ مهاجر راجستر شوي ول، خو په فبرورۍ میاشت کې دغه شمیر یوازې ۵۹۹ او په مارچ کې ۴۸۰ ته راکښته شو. دغه معلومات د آلمان د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې له خوا ورکړل شوي. دغې ادارې د مهاجرو د شمیر د کمیدو علت د دغو دریو هیوادونو د خوندي هیوادونو په توګه درجه بندي کول ښوولي.
د مکیسکو د لادرکه شویو محصلینو په قضیه کې پر حکومت نیوکې شوي
نړیوالو پلټونکو د مکسیکو پر امنیتي ادارو تور لګولې چې د هغو ۴۳ محصلینو د قضېې په سپيناوي کې خنډونه اچوي چې یو نیم کال د مخه لادرکه شوي دي. په یوه رپوټ کې خپلواکو پلټونکو غوښتنه وکړه چې محصلینو د لادرکه کیدو په شپه د پوځ او پولیسو د چلند په هکله دې هم پلتنې ترسره شي. کمیسیون په خپل ۶۰۵ مخیز رپوټ کې لیکلي چې د مکسیکو دولت د څيړنو پر مهال د تحقیقاتو د ادامې په اړه «کمه لیوالتیا» ښوولې ده.
کیسیک او کروز د ترمپ پر ضد لاس سره یو کړی
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په مقدماتي ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو مات شوي کاندیدان تید کروز او جان کیسیک د مخکښه کاندید دونالد ترمپ پر ضد یو ځای کیږي. کروز وویل چې پر اندیانا ایالت به تمرکز وکړي او د اوریګان او نیو مکسیکو ایالتونو میدان به کیسیک ته پریږدي. کیسیک به د دې په بدل کې د اندیانا په مقدماتي ټاکنو کې له گډون څخه لاس واخلي.