لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: د پولیو د واکسین پر ډلو برید کې ۷ پولیس ووژل شول
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیو د واکسین پر دوو ډلو د بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ انسانان وژل شوي. د امنیتي چارواکو په حواله نن، چهار شنبه ۷ تنه هغه پولیس چې د واکسیناتورانو ساتنه یې کوله، په موټر سایکلو د سپورو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول. په پاکستان کې په دې وروستیو کې د پولیو ضد واکسین د ټیمونو یو شمیر نرسانې، مرسته کونکي او ساتونکي د افراطي اسلامپالو په بریدونو کې ووژل شول.
لیبیا: حکومتي ځواکونو د بنغازي ډيرې برخې نیولي
د لیبیا امنیتي ځواکونو د دوي د خپلو معلومات پر اساس د بنغازي ښار ډیره برخه د افراطي اسلامپالې ډلې «اسلامي دولت» او نورو افراطیانو څخه بیرته نیولې ده. د پوځ یوه ویاند د آلمان خبري آژانس «ډي پی ای» ته ویلي چې حکومتي ځواکونو د ښار شمال لویدیځه برخه نیولې او لا د پرمختګ په حال کې دي. لا په فیبروري میاشت کې پوځ د بنغازي ډيره برخه نیولې وه خو یو څو سیمې د وسله والو تر کنترول لاندې پاتې وې.
په ایکوادور کې یو ځلي بیا سخته زلزله شوې
د ایکوادور ساحل ته نژدې یو ځلي بیا سخت زلزله رامنځ ته شوې. د پاسیفک له پاره د سمندري طوفان څخه د خبرداري مرکز په حواله د زلزلې شدت ۶،۲ وو. د زلزلې د ممکنه قربانیانو او ویجاړیو په هکله لا معلومات نه دي ورکړل شوي. همدا د شنبې په ورځ د دغه هیواد د پاسیفک ساحلونه د ریشتر په مقیاس د ۷،۸ درجې زلزلې لړزولی وو. په دغه زلزله کې تقریباً ۵۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۷۰۰ لا درکه دي.
اوباما سعودي عربستان ته تللی
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د منځني ختیځ د خپل سفر په سر کې سعودي عربستان ته رسیدلی. په پلازمینه ریاض کې به نوموړی د باچا سلمان سره د ایران او سعودي پر ترنګلو اړیکو او د «اسلامي دولت» ډلې په اړه خبرې اترې وکړي. اوباما پنجشنبه د خلیج د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي. تر هغې وروسته به اوباما برېتانیا او آلمان ته سفر وکړي.
فرانسه غواړي د اضطراري حالت قوانین وغځوي
د فرانسې حکومت غواړي د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د سیالیو له کبله د اضطراري حالت قوانین تر دوبي پورې نافذ وساتي. لومړي وزیر مانویل فالز اعلان وکړ چې د پاریس د بریدونو وروسته نافذ کړل شوی بیړنۍ حالت به د جولايي تر پاي پورې وغځول شي. خو دغه مقررات باید د سنا مجلس او ملي اسامبلی له خوا تصویب شي. د اروپا د فوټبال اتلولۍ د جون میاشتې له لسمې نیټې څخه د جولايي تر ۱۰ پورې په فرانسه کې ترسره کیږي.
کلنتن او ترمپ د نیویارک مقدماتي ټاکنې ګټلي
هیلري کلنتن او دونالد ترمپ د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره په ګوندي سیالیو کې په نیویارک کې بریا ترلاسه کړې ده. د دیموکراتانو په ډله کې کلنتن خپل سیال برني سندرس او د جمهوري غوښتونکو په ډله کې ترمپ خپل سیال تید کروز ته ماتې ورکړې ده. د لومړیو شمیرنو په حواله ترمپ ۶۱ سنله خپلې کړي دي او د اوهایو د ګورنر جان کازش څخه مخکې دی. په دې ترتیب سره هغه د نیویارک ټول ۹۵ استازي یا هم ډیره برخه يې ګټلی شي.